عبدا... عبد ا.... طالبانو ته د سولي د خبرو اترو وړاندیز وکړ
له دې مخکې طالبانو ډلې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د بشپړه وتلو او په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر په رسمیت پیژندل له افغان دولت سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د اساسی شرطونه اعلان کړی وو
زمونږ خبریال راپور راکوی د افغان حکومت اجراییه مشر وایي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره هېڅ وار مخکې شرط نه لري او که دغه ډله وغواړي په کابل کې د دوی لپاره د دفتر پرانیستلو لپاره هېڅ خنډ نشته .
اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې "په ځايي حکومت کې د مېرمنو ونډې د ګډون د ملي کنفرانس" تر عنوان لاندې غونډه کې وويل چې په کابل کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په اړه نظري بحثونه شوي، خو په دې اړه عملي بحث نه دی شوی.
د ده په وينا، په جګړه کې ټول زیانمن شوي، خو مېرمنو تر ټولو ډېرې ستونزې ګاللې دي او لا هم جګړه تجربه کوي. ده زیاته کړه چې د هېواد ډېر خلک له جګړې څخه ستړي شوي او په هېواد کې دجګړې د ختمېدو، سولې او ټیکاو رامینځته کېدو غوښتونکي دي.
د حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ولایتونو کې د ښځو شرایط له ننګونو ډک وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې سیمه ییزو ارګانونو اداره دې حکومت ته خپلې هغه کړې ژمنې پوره کړي چې په سیمه ییزو ادارو کې یې د ښځو د ګډون په برخه کې کړې دي .
دا په داسې حال کی دی چی له دې مخکې طالبانو ډلې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د بشپړه وتلو او په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر په رسمیت پیژندل له افغان دولت سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د اساسی شرطونه اعلان کړی وو .