حقانی ډله د افغان دولت مخ ته ستر چیلنج
پاکستان له ۴۰ کلونو راهیسې افغانستان ته د خپلی سټراټیجیکی ژورتیا په سترګه ګوری او تل یې هڅه کړی ده چی په کابل کی یو کمزوری او د اسلام اباد ګوډاګې دولت موجود وی چی د دغې چارې د تحقق لپاره یې طالبان په تیره بیا حقانی ډله جوړه کړه
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم دافغانستان دفاع وزارت د پاکستان دا وړاندیز چی د دواړو هیوادونو پوځی استازی د یوه بل په پوځی اډو کی ځای پر ځای شی ، رد کړی دی . د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری په دې باره کی ویلی دی چی دغه وړاندیز اسلام اباد ته د افغان پلاوی په سفر کی شوی دی ، په داسې حال کی چی د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل وایی چی دغه وړاندیز کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه د اکتوبر میاشتې په سفر کی مطرح شوی . هغه په خبری کانفرنس کی ادعا وکړه چی په دې اړه له افغان دولت سره موافقه هم شوی ده ، خو د افغانستان سنا له دغه وړاندیز سره د مخالفت په ترڅ کی له افغان دولته غوښتی دی چی له دغه وړاندیز سره موافقت ونکړی ، ځکه چی د افغانستان د سنا د مرستیال منشی فیصل سمیع په وینا د افغانستان په تاوان دې او دا چی پاکستان غواړی په دغې هڅې سره د افغانستان په پوځی لیکو کی نفوذ وکړی .
په پاکستان د افغانستان د بې باورۍ علت څه دې .؟ تهران راډیو په دې باره کی د افغانستان د ولسی جرګی له غړی ښاغلی ناد خان کټوازی وپوښتل چی هغه په ځواب کی وویل پاکستان له ۴۰ کلونو راهیسې افغانستان ته د خپلی سټراټیجیکی ژورتیا په سترګه ګوری او تل یې هڅه کړی ده چی په کابل کی یو کمزوری او د اسلام اباد ګوډاګې دولت موجود وی چی د دغې چارې د تحقق لپاره یې طالبان په تیره بیا حقانی ډله جوړه کړه او له هغې د دباو ډلې او په عین حال کی د افغان دولت تر دباو لاندې راوستلو لپاره د ورانونکی ډلې په توګه استفاده کوی . هغه زیاته کړه پاکستان په ځلونو په افغانستان کی د سولې د تامینولو په لړ کی د مرستې په باب له افغان دولت سره ژمنې کړی دی خو په عمل کی یې په افغانستان کی خپلې پوځی لاس وهنې ته دوام ورکړی دی .
د کابل نیوز ټیلی ویژیونی چینل مشر او تکړه شناندی ښاغلی غلام جیلانی زواک هم په دې باره کی مونږ ته وویل چی که څه هم طالبان د د شلمې پیړۍ د نویمې لسیزې په مینځنیو کی د پاکستان په غږملتیا ، د امریکا او انګلستان په حکم او د عربستان په مالی مرسته رامینځته شول ، خو په هغه وخت کی د حقانی شبکه د طالبانو په رژیم کی د سرحداتو د پخوانی وزیر جلال الدین حقانی په تیره بیا د پاکستان دای ایس ای په وسیله رامینځته شوی ده . د ځواک په وینا د دغې ډلې کسانو په پاکستان کی ترهه ګرې زده کړی کړی دی او په افغانستان کې اکثره وحشتناکه عملیات د دغې ډلې په وسیله ترسره کیږی او د هغو جنګیالی او قوماندانان په سرحدی سیمو کی پراته دی . خو د دغې ډلې لوړ رتبه مسولان او مشر په اسلام اباد کی په جوتو ادرسونو ځای پر ځای دی او ځینې افغانان په څرګنده هلته مراجعه کوی . ښاغلی زواک پاکستان ته د دغې ډلې د تباه کولو لپاره د امریکا بیا بیا ګواښونو او خبرداریو په اړه وویل ولې په تیرو ۱۵ کلونو کې یوازې تر خلې دا ګواښونه کیږی خو په عمل کی پاکستان تل د امریکا مرستې او ملاتړ درلودلی دی . د زواک په وینا امریکا ته ډیره ښه پته ده چی د حقانی ډلې مشران چیرته دی ، خو په دې اړه هیڅ عملی اقدام نه ترسره کوی . ښاغلی غلام جیلانی ځواک جوته کړه چی پاکستان هر کار چی په افغانستان کی کوی ، د امریکا له اجازې او غږملتیا پرته نشی ترسره کولې .
په پاکستان کی یوې بلې سرچینې چی غوښتل نوم یې په ډاګه نشی ، په دې باره کی تهران راډیو ته وویل پاکستان په ۱۵ کلونو کی له کورمې ایجنسي پرته درستې قبایلی سیمې د طالبانو په کنټرول کی راوستې ځکه چی هلته طوری قبیلې د طالبانو په وړاندی مقاومت وکړ ، او له ۲۰۰۷ میلادی کال راهیسې د طوری قبیلې او طالبانو او القاعدې ترمینځ ستر جنګونو شوی دی چی طوری قبیلې په دغو جنګونو کی کابو څلور زره کسان له لاسه ورکړی دی ، په داسې حال کی چی له طالبانو سره له یوې خوا د پاکستان ای ایس ای او له بل پلوه په پاکستان کی خپل په زرګونو پلویانو ملاتړ کاوه . د پاکستان د پوځ او ای ایس ای اصلی هدف د ا وو چی د کورمې ایجنسي شمالی برخه چی اکثریت یې بنګش اوطوری قومونو شیعیان دی ، او تر ټولو ستراتیجیکه او کابل ته نږدې برخه ده ، د طالبانو په تیره بیا د حقانی شبکې په کنټرول کی ورکړی . حتی په هغو سختو جنګونو کی چی د طالبانو ، حقانی شبکی او شیعیانو ترمینځ روان وو او ځای پلویانو هم له طالبانو ملاتړ کاوه ، د ای ایس ای ځینو مسولانو د طوری قبیلې مشرانو ته ویل چی فلانی فلانی سیمې باید خالی او حقانی شبکې ته ورکړل شی ، تر څو د کورمی ایجنسۍ له لارې یوه ازاده لاره د افغانستان تر پکتیا ولایته پرانستل شی او د حقانی شبکې جنګیالی له کومې ستونزې پرته له دې لارې په استفاده سره سپینه شګې ته ورسوی او له هلته چی کابل ډیر نږدې دې ، په اسانۍ سره د افغان دولت پرضد خپل فعالیتونه ترسره کړی ، خو طوری قبیلې د دې کار اجازه ورنکړه او له خپلې سیمې د شیعیانو د دفاع په نتیجه کې ده چی د کورمی مرکز پاراچنار کله نه کله د غچ په توګه له ړندو انتحاری حملو او چاودنو سره مخامخ کیږی چی په نتیجه کی یې د میرمنو او ماشومانو په شمول په زرګونو بیګناه کسان مړه او ژوبل شوی دی ، خو د پاکستان پوځ او ای ایس ای خپلو هدف ته په رسیدا کې له ماتې وروسته څو کاله کیږی چی په بره کورمه کی یې د مقبلو په غوزګړی سیمه کی له افغانستان سره په پوله کی د پاراچنار د جنوب لویدیځ په ۲۰ کلومیټرۍ کې پراته ده ، د پام وړ ګرځولی ده چی خلک یې اهل سنت او له مقبلو قبیلی سره تعلق لری او د حقانی شبکې جنګیالی یې دلته انتقال کړی او له هلته پکتیا او خوست ته ورځی او پوځی او ورانونکی اقدامات ترسره کوی ، البته دا سیمه د سپینې شګې په اندازه کابل ته نږدې نده ، خو په هر حال حاضر دمه د مقبلو سیمه د حقانی شبکې د فعالیت لپاره د مهمې سیمې په توګه په نظر کی نیول شوی ده .
عاشق حسین طوری