نړیواله ټولنه او اسلامی امت دې دسولې دبین الافغانی خبرو ننګه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i62049-نړیواله_ټولنه_او_اسلامی_امت_دې_دسولې_دبین_الافغانی_خبرو_ننګه_وکړی
په پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتنه شوې چې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تجهیز او ملاتړ د دوام ترڅنګ دې، د سولې د بین الافغانی خبرو هم ننګه وکړی او په تیره بیا د اسلامی ملگرتیاموسسه دې په افغانستان کې د سولې د تامین په اړه خپل مسوولیت ادا کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2017 01:28 Asia/Kabul
  •    نړیواله ټولنه او اسلامی امت دې دسولې دبین الافغانی خبرو ننګه وکړی

په پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتنه شوې چې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تجهیز او ملاتړ د دوام ترڅنګ دې، د سولې د بین الافغانی خبرو هم ننګه وکړی او په تیره بیا د اسلامی ملگرتیاموسسه دې په افغانستان کې د سولې د تامین په اړه خپل مسوولیت ادا کړی.

زمونږخبریال د خبرو افغان سرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان دبېلابېلو ولایتونو سلګونو دینی عالمانو،پرون په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره له طالبانو وغوښتل چې له جګړې په لاس اخیستو او د ټولګټو پروژو او تاسیساتو  په ساتنې سره دې د سولې لارې ته مخه کړی .

دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د افغانستان د سولې د عالی شورا له خوا "د سولې په اړه د دینی عالمانو ملی مشورتی ناسته " په نامې سره شوی ،له بل پرونه پیل شوې وه او پرون د یوه پرېکړه لیک په صادرېدو سره پای ته ورسېده.

مولوی عطا‌ءالله فیضانی په دغې غونډه کې د کابو ۷۰۰ګډونوالو دینی عالمانو په استازیتوب د ناستې د پای ته رسېدو پرېکړه لیک ولوست چې په کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د بیت المقدس او د فلسطینیانو د حق په اړه د افغان حکومت او خپله ولسمشر ملاتړ ته اشاره وکړه او په دې اړه یې د افغان حکومت کړنه وستایله.

دینی عالمانو دغه راز په خپل پرېکړه لیک کې د الهی امر په توګه  په هېواد کې د سولې د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او له ښکېلو لورو یې غوښتی چې له زغم او تېرېدنې څخه دې کار واخلی او د سولې تامین ته دې لاره برابره کړی.

په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوی چې جګړې په هېواد کې بهرنیو استخباراتی لوبو، نړیوالو ترهه گرو شتون، بهرنیو ځواکونو، نشه یی توکو او مافیا ته لاره برابره کړې او دغه وضعیت یوازې د سولې او ټیکاو له لارې ختمېدلی شی.

د دغه پرېکړې لاسلیک کوونکو عالمانو په ډاګه کړې چې طالبان دې د جګړې، چاودنو او ځانمرګو بریدونو له دوامه ډډه وکړی، د ټولګټو پروژو او تاسیساتو څخه دې ساتنه وکړی او د بین الافغانی سولې خبرو له بهیر سره دې یوځای شی او خپلې غوښتنې دې د سولې د خبرو له لارې مطرح کړی.

د دغې غونډې ګډونوالو له افغان حکومته هم غوښتی چې له طالبانو سره د مخامخېدو په اړه دې د دینی عالمانو نظر ومنی، له زغم او نرمښته دې کار واخلی او د سولې لپاره دې د باور فضا رامنځته کړی او د طالبانو پرضد دې داسې الفاظ او پالیسۍ نه کاروی چې د جګړې د سختېدو لامل ګرځی.

له فساد سره جدی مبارزه، د هېواد د امنیتی او پوځی ځواکونو د نه سیاسی کېدو، د د ینی عالمانو اندېښنو لیرې کول او پر خلکو د خپل سریو له تپلو   مخنیوی، له  کابل حکومته د عالمانو نورې غوښتنې دی.

د دې ناستې ګډونوالو عالمانو له سیاسی څېرو، مخورو او مدنی فعالینو څخه هم غوښتی چې ملی ګټو ته په پام سره دې د هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره کار وکړی.