دترهه ګرۍملاتړی په افغانستان کې له سولې سره هیڅ دلچسپی نه لری
دافغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمی پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سوله یوازې کوم شعار نه دی ، چې داشرف غنی دحکومت له خوا مطرح کیږی ، په داسې حال کې چې دامنیت دتامینولو په رابطه کې دنړیوالو هیوادونو له خوا یوه ډیره وړوکی شان اراده اوهوډ هم نه لیدل کیږی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ دافغانستان د ولسی جرګې استازو کابل ته د ملګروملتو دامنیت شورا دپلاوی دسفر هرکلی کړی او وئیلی ئې دی ،باید په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د سولې دټینګیدو لپاره نړیواله ټولنه جدی هوډ ولری .
دافغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمی پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سوله یوازې کوم شعار نه دی ، چې داشرف غنی دحکومت له خوا مطرح کیږی ، په داسې حال کې چې دامنیت دتامینولو په رابطه کې دنړیوالو هیوادونو له خوا یوه ډیره وړوکی شان اراده اوهوډ هم نه لیدل کیږی .
هغه زیاته کړې ، دپاکستان پشمول دترهه ګرۍ ملاتړی هیوادونه په افغانستان کې دسولې له ټینګیدا سره هیڅ ډول دلچسپی او ګروهنه نه لری .
ښاغلی ابراهیمی افغانستان ته د ملګروملتو دامنیت شورا د پلاوی دسفر یو د لیل په دغه هیواد کې د امریکا په قوماندانۍ د بهرنیو عسکرو ماته وبلله .
داپه داسې حال کې دی چې د ولسی جرګې یو شمیر غړو هیله ښودلې چې دغه پلاوی ځینی شرائط ،هغو ګواښونو ته په پام سره چې جنګ ځپلی افغانستان ته متوجه دی ، په جدی توګه په نظر کې ونیسی او د داعش اونورو ترهه ګرو ډلو دشتون څرنګوالی وسپړی . دوی دغه راز هیله ښودلې له اوو کلونو وروسته د دغه پلاوی سفر ګټه ور وی، چې البته دې ته ورته ډیرې غونډې اوسفرونه شوی خو کومه نتیجه ئې نه ده درلودلی .
بل خبر دا چې په کابل کې د ملګروملتو دامیت شورا د پلاوي دشتون په وخت سخته چاودنه هم شوې چې دمرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دي وئيل شوي ، البته د طالبانو د دغې حملې په غاړه په اخستو سره وئيلی دي د کابل په وزیر اکبر خان مینې ئې توغندوي برید کړی ، خو دوی هم د احتمالی مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي وئيلی .