له چین او روسیې سره د امریکې مقابله
افغانستان چې له تېرو څلورو لسیزو نه را په دېخوا له مختلفو جنګونو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دے، اوس یو ځل بیا لګیا دے د نړۍ د سوپر قوتونو د سیالیو په مېدان بدلیږی.
د امریکې د دفاع وزیر جیمز مېټیس چې د تېرې جُمې په ورځ یې په واشنګټن کښې په جان هائپن پوهنتون کښې د خپل هېواد د نوې فوځی پالیسۍ په اړه خبرې کولې وویل چې د امریکې په نوې پالېسۍ کښې د ترهه ګرۍ په ځاے زیاتره له رورسیې او چین سره مقابلې ته پاملرنه شوې ده، د امریکې د دفاع د وزیر د وېنا له مخې د چین او روسیې له طاقتورېدو څخه مخنیوے د امریکې لپاره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نسبت ترجیح لری او دا موضوع په وړومبی ځل د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ملی امنیت د نوې پالېسۍ د اعلانولو په وخت مطرح کړه او دا چاره ښودنه کوی چې یو قطبی نظام نور ختم شوے دے.
د امریکې او چین ترمېنځ نوے حالت دا ښودنه کوی چې چین او روسیه دواړه هېوادونه د امریکې نوی سیالان دی. داسې سیالان چې ورسره مبارزه د امریکې لپاره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نسبت اهمیت او ترجیح لری او د امریکې دا نوے موقف افغانستان له نویو ګواښونو سره مخامخوی.
امریکې خپلو نویو اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانستان د خپلې قوماندانۍ د مرکز په توګه ټاکلے دے، لکه چې مخکې هم په دغه موضوع پرله پسې بحث شوے دے چې امریکه په سیمه کښې نور اهداف او مقاصد لری چې ورته د رسېدو لپاره یې ترهه ګری تخلیق کړه او ورسره یې د مبارزې په بهانه هم افغانستان قبضه کړے دےچې اوس د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دفاع وزیر جیمز مېټیس په خپلو واضحه څرګندونو سره د خپل هېواد حقیقی څېره وښودله او نړیوال یې په دې وپوهول چې په افغانستان باندې د لښکر کشۍ مقصد له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه وه بلکه نور مقاصد یې لرل او په همدې وجه له افغانستان سره د امنیتی معاهدې د لاسلیکولو په لټه کښې وه، لکه د اشرف غنی حکومت هم درې کاله مخکې له امریکې سره دغه معاهده لاسلیک کړه دغې معاهدې امریکې ته اجازه ورکړه چې د افغانستان په سټراټیجکو سیمو کښې دې فوځی اډې جوړې کړی.
په هر حال امریکه چې اوس په سیمه کښې دوه سیالان لری په افغانستان کښې د داعش تکفیری ډلګۍ او نورو ترهه ګرو ډلو مضبوطول او له دغه حالت څخه د چین او روسیې اندېښنې ښودنه کوی چې د امریکې د پلان مطابق لوبه په منظمه توګه مخ په وړاندې روانه ده او افغانستان به یو ځل بیا د یاغی جګړمارو په مرکز بدل شی چې چین او روسیه به لا زیات وګواښی. روسیه په ډاګه وائی چې داعش جګړمار په هیلی کاپټرونو سره د افغانستان شمال ته منتقلولې شی او چین هم د امریکې په ډاګه ګواښونو او عملی اقداماتو په مقابل کښې غلی نه شی پاتې کېدې.
په داسې حالاتو کښې به افغانستان یا د امریکې د فوځی اډې په توګه د نیابتی جنګ په مېدان بدل شی او یا به هم افغان حکومتی چارواکی خپله سیاسی قبله بدله کړی او خپل هېواد به د دغه شېطانی قوت له شر او بدې ارادې څخه وژغوری.
که د افغان حکومتی چارواکو اراده او ظرفیتونه په دقت سره وجاجول شی او له خپل ملت سره د هغوی خلوص او ژمنې وڅېړل شی نو له امریکې سره د هغه سل په سلو کښې انحصار په خاطر چې یې لری دا خبره لرې ښکاری چې له امریکې سره د خپلو تعلقاتو د تعریفولو توان ولری او دلته ملت، مدنی ټولنې او سیاسی او جهادی ګوندونه ډېر مهم دی چې په څومره اندازه د خپل هېواد دغه خطرناک حالت درک کړی او د خپل هېواد په اړه فېصله وکړی.
باید وویل شی چې د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړیو هم چین او روسیې ته د امریکې له وروستی خبرداری څخه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې امریکه په افغانستان کښې له خپل فوځی موجودیت او د اډو له شتون څخه په استفادې سره چین او روسیه ګواښی: حقیقت چاره دا ده چې امریکه په سوریې او عراق کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له ماتې وروسته نه یوازې په سیمه بلکه په نړۍ کښې د خپل قوت راتلونکی ته اندېښمنه ده. د مولانا رحمانی د وېنا له مخې امریکې چې کله وکتل د داعش له لارې یې ونکړې شول په سوریې کښې خپل هدفونو ته ورسی نو پوهه شوه چې د هغې یعنې امریکې د قوت په مقابل کښې نوی قوتونه لګیا دی راڅرګندیږی. او اوس دا چې د امریکې د دفاع وزیر په ډاګه چین او روسیه خپل مقابل بللی دی دا ښودنه کوی چې امریکه ویرېدلې ده او له ویرې یې خپلې هغه پټې ارادې چې په حقیقت کښې په سیمه کښې د خپلې فوځی برترۍ ساتل او د چین او روسیې له قوت پېدا کولو څخه مخنیوے ؤ اعلان کړې. او داسې ښکاری چې امریکه نه یوازې په سیمه کښې بلکه په نړۍ کښې او حتی په ملګرو ملتو کښې د ګوښه کېدو په حال کښې ده او دا چاره د امریکې د امپراطورۍ د تدریجی نسکورېدو ښودنه کوی.