د افغانستان د حکومت لپاره د فکر ځای
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64011-د_افغانستان_د_حکومت_لپاره_د_فکر_ځای
که اشرف غنی د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو پرضد د نړیوالې ټولنې د اجماع خبره کوی نو باید د ترهه ګرۍ په رامینځته کولو کی د امریکا په رول هم سترګې پټې نکړی او یوازې پاکستان ته د یوه لنډ دیوال په توګه ونه ګوری
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 10:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت لپاره د فکر ځای

که اشرف غنی د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو پرضد د نړیوالې ټولنې د اجماع خبره کوی نو باید د ترهه ګرۍ په رامینځته کولو کی د امریکا په رول هم سترګې پټې نکړی او یوازې پاکستان ته د یوه لنډ دیوال په توګه ونه ګوری

 

دتهران د پښتو راډیو له راپور سره سم په اینټر کانټی نینټل هوټل د خالی په شپه د وسله والې حملې په ارتباط له کابله رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی له یوې خوا دا موضوع هماغه راز د رسندویو او راپورونو په سر کی او له بل پلوه د  هوټلدارانو اتحاديې پر كابل انټركانټيننټال هوټل د بريد او مرګ ژوبلې په غبرګون كې وايي چې پانګه به له هېواده  لاړه شي او هېڅ پانګوال به حاضر نشي چې په افغانستان كې پانګونه وكړي، ځكه چی  دوى د اوسېدو يو خوندي ځاى نه لري.

دا پر دغه هوټل دوهم لوى بريد دى چې درنه مرګ ژوبله لري  .له وروستي بريد نه درې ورځې وړاندې افغان  ولسمشر غني د امنيتي بدمرغيو ختمېدو زيري ورکړی وو  ،  خو دغه برید وښودله چی د اشرف غنی په شمول د افغان چارواکو خبرې یوازې تبلیغاتی اړخ لری  .

پر كانټيننټال هوټل د وروستي بريد په څېر بريدونه دا ښيي چې د افغانستان  اصلي ستونزه جګړه او د امنيت نشتوالى دى. د افغانستان  د حكومت او ملت د دواړو لومړيتوب بايد د سولې ټينګوالى او له روانو بدمرغيو راوتل وي.

 

واقعيت دا دى چې که  سوله نه وي، جګړه وي، ځانمرګي بريدونه وي، په كابل كې په لويو هوټلونو كې څوك خوندي نه وي. د سوداګرو او پانګوالو پانګه په خطر كې وي. اولادونه يې په خطر كې وي، د ژوند هر شېبه يې تر ګواښ لاندې وي، دغه ګواښ او خطر دومره لوى وي چې نه په سرينا كې څوك خوندي وي، نه يې په نوي ښار كې، نه په كانټيننټال كې، نه په كور دننه او نه په ښار كې نو په دې بڼه کی د تمدن او پرمختګ ادعا ګانی  هسې پوچې او بې معنا خبرې دي.

په دې لنډو څو مياشتو كې يوازې په كابل كې څومره ترخې پیښې وشوې ؟

 او هر ځل چې په سلګونو كورنۍ په وير اوړي، په ميليونونو ډالره د ولس ملي شتمني پكې د اور خوراك شي، په سلګونو كورنۍ   ، په هرو یوې ، دو اونیو کې كې همدغسې غمېزه تكراریږی ، په داسې ماتم ځپلي چاپېريال كې د پانګونې، سوداګرۍ او صنعت د ودې خبره خو  پرېږده د عادي ژوند لپاره د انسان چمتو كول ساده خبره نه ده.

د كانټيننټال  هوټل وروستى بريد ښايي چارواكو ته وروستى د خطر زنګ وي. كه بيا هم د خپلو خوبونو او خيالونو له نړۍ را و نه وتل، نو ولس كه ژوند غواړي، كه له بدمرغيو او مرګونو راوتل غواړي، كه د جنازو د بدرګې له دې بهيره ستومانه وي نو بيا خو بايد د خپلې راتلونكې په باب فیصله وکړی .

 

هغه حكومت، نظام اوچارواکی چې د خپل  ولس لومړيتوبونه و نه پېژني او د ملت لومړنى ارمان درك نه كړاى شي، كه د بې كفايتۍ له سببه وي او كه نور لاملونه لري. د واكمنۍ او حاكميت حق له لاسه وركوي.

په کابل کې  وروستى بريد دا ښيي چې د ولس لومړنى ارمان او اساسي لومړيتوب د سولې راوستل او د روانې جګړې او بدمرغۍ ختمول دي.  او افغان حكومت او چارواكي دې دغه لومړيتوب درك كړي. په هره لاره چې وي نور ولس د دغه حالت د دوام زغم نه لري، بايد له دې ماتم چاپېرياله راووځی  او دا کار هغه وخت ممکن دی چی افغان دولت  له ترهه گرۍ سره د مبارزې په پلمه په هیواد کې   په هغه څه  کې چی روان دی ، لږ فکر وکړی ، او پوهه چی ولې امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کی په افغانستان کی جنګ او ترهه ګری نده ختمه کړی ؟او ولې یې د دغه هیواد امنیتی عسکر له کیفی نظره هغه حد ته ندی رسولی چی باید رسولی یې وای ؟ او ولې له ۱۷ کلونو وروسته هم تراوسه افغان دولت له اقتصادی او پوځی پلوه په امریکا متکی دې ؟لکه څرنګه چی پخپله افغان ولسمشر اشرف غنی په وروستیو کی له سی بی ایس ټیلی ویژیونی چینل سره په مرکه کی په دغې چاری اعتراف وکړ چی که د امریکا مرسته نه وی نو حکومت یې شپږ میاشتې هم دوام نشی درلودلی ، ولی باید د ملت په ځای امریکا د حکومت ملاتړی وی ؟چی له بده مرغه د اشرف غنی خبرې په دغې چاری دلالت کوی چی حکومت یې ملت ته شا او امریکا ته مخ کړی دی او افغان دولت هم مجبوره دی چی د ملت پر ځای د امریکا غوښتنې عملی کړی  . له ترهه ګرۍ سره جنګ د امریکا لپاره یوه پلمه ده  ، لکه څرنګه چی د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس د امریکا د پوځی سټراټیجۍ په ارتباط په واشنګټن کې په جان هاپکن پوهنتون کی په خپلو خبرو کی وویل  د هیواد پوځی سټراټیجۍ یې  له ترهه ګرۍ سره د جنګ پر ځای  له روسیې او چین سره  په تقابل متمرکزه ده ، یعنی د ټرمپ حکومت خپل دریځ ډیر روښانه اعلان کړی دی  چی اصلی هدفونه یې د چین او روسیې په شان له سترو قدرتونو سره مقابله ده  او امریکا په همدې هدف په افغانستان د امنیتی تړون  په تپلو سره د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې نهه پوځی اډې جوړی کړی دی  چی له همدغه اډو په استفادې سره  ، چین و روسیه او خپلی مخې ته نور هیوادونه وګواښی  او که اشرف غنی د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو پرضد د نړیوالې ټولنې د  اجماع خبره کوی  نو باید د ترهه ګرۍ په رامینځته کولو کی د امریکا په رول هم سترګې پټې نکړی  او یوازې پاکستان ته د یوه لنډ دیوال په توګه ونه ګوری ، د افغانستان  په بیا رغاونې د امریکا د څارنې د ادارې د مشر جان سوپکو په وینا د افغانستان ۴۳ فیصده خاوره د طالبانو په کڼترول کی ده ، نوامریکا او ناټو په پراخ پوځی شتون کی ولې دا اجازه ورکړل شوی ده .