طالبان ولې تردباو لاندې؟
زمونږ تهران رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې امریکې د طالب ډلې د حقانی نېټ ورک د شپږو تنو مشرانو اکاونټونه وتړل او د هغوی نومونه یې په تور لېسټ کښې واچول او په پاکستان باندې له دباوونو وروسته د طالب ډلې په خلاف دا د امریکې نوے ګام ګڼل کیږی.
له دې مخکې له څو میاشتو را په دېخوا د طالبانو په خلاف د امریکې ډرون حملې او همدارنګ د شپې په وخت د خلقو کورونو ته د امریکائی ځواکونو ننوتل په بې مخینې توګه زیات شوی دی. له دې سره سره چې دغه حملې د عامه خلقو د زیاتو سرتاوانونو سبب شوې هم دی، خو طالبانو ته یې هم درانۀ سرتاوانونه رسولی دی. له ملا محمد عمره وروسته د طالب ډلې دویم مشر ملا اختر منصور هم د پاکستان په بلوچستان کښې په ډرون حمله کښې ووژل شو. یوه موده مخکې د امریکې او افغان حکومت لخوا په قطر کښې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو ګواښ هم شوے ؤ.
دا ټول اقدامات د دې ښودنه کوی چې له نور هر وخت نه زیات په طالب ډلې باندې د امریکې سیاسی او فوځی دباونه په حقیقی معنو کښې زیات شوی دی. نو اوس پوښتنه دا ده چې په طالبانو باندې دغه دباونه په څه هدف سره راوړل کیږی؟ آیا امریکه غواړی په افغانستان کښې جنګ ختم کړی او صلح رامنځته کړی یا بل څه هدف لری؟ افغان حکومت او په افغانستان کښې د امریکې د فوځی او سیاسی موجودګۍ ملاتړی یا په نورو الفاظو سره د امریکې نوکران دغه دباونه په بل ډول تعبیروی چې ته به وائی امریکې په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو لپاره طالبان او پاکستان تردباو لاندې راوستی دی، خو د امریکې پالیسی په عملی توګه په افغانستان او سیمه کښې په جنګ باندې متمرکزه ده.
د تېرو اولسو کلونو موده په دې چاره ګواه ده چې په افغانستان کښې د امریکې اولس کلن موجودیت هیڅ نتیجه نه ده لرلې. په همدې وجه دا استدلال چې امریکه په زور او دباو سره غواړی طالبان له ماتې سره مخامخ کړی او صلح رامنځته کړی ډېر بې معنې دے، ځکه چې وړومبې خو طالبان د افغان ولس یوه برخه ده چې له یو ملت څخه د یوې برخې ختمول نه یو انسانی عمل دے او نه هم دومره اسان کار دے. د دا ډول پالیسی خپله هم جنګ لا پېچلے کوی او هم یې سختوی او اوس افغانان د یو داسې حالت کتونکی دی.
تریخ حقیقت دا دے چې امریکه خپله همدا غواړی، شعار او نعره یې یو ډول ده خو هدف یې د هغې په اپوټه دے. په طالبانو باندې د دغه دباو اصلی عامل کېدې شی دا وی چې طالبان په دې وروستیو کلونو کښې د پاکستان له انحصاری جغ څخه بهر شوی دی،. په پاکستان کښې د ملا منصور وژله دا چاره ثابتوی، له روسیې او تر یوۀ حده له ایران سره د پاکستان تعلقات د دې سبب شوی دی چې د طالب ډلې په خلاف د امریکې دریځ سخت شی او مخالفه یې شی، ځکه چې امریکه اندېښمنه ده او له دې ویریږی چې په سیمه کښې د جنګ او صلحې کنټرول او انحصار له لاسه ورنکړی.
له دې نه علاوه د جنګ د دوام لپاره یې د داعش په نامه نوے شعار ورکړے دے. او دا چې په ننګرهار ولایت کښې د طالب ډلې سنګرونه بمباری کیږی خو په داعش ډلې حملې نه کیږی او ښه په اسانۍ سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی او ورسره د هیڅ ډول مقابله او مبارزه نه کیږی، د دې ښودنه کوی چې امریکې د طالبانو ځپل هدف ګرځولی دی، خو د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د مرکز او کابل نیوز چېنل د مشر غلام جیلانی ځواک د وېنا له مخې چې له تهران پښتو رېډیو سره یې ټلیفونی مرکه کوله دا نه یوازې د صلحې او ارامښت د رامنځته کولو لپاره بلکه د داعش د مضبوطولو په خاطر دی چې په راتلونکو وختونو کښې به زمونږ دا ادعا په ښه ډول ثابته شی.
-------------