دکاپل په پوځی پوهنځی یرغل د۲۸کسانو د وینو دتویدا لامل شوه
راپورونه ښئ د دغې غیر انسانی حملې پړه هم داعش تکفیری صهونیسټی ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده . داپه داسې حال کې دی ، چې دوه ورځې مخکې هم دکابل ستر ښار یوې بلې زورورې چاودنې لړزولی ؤ چې د سلګونو بې ګناه انسانانو وینه پکې توی شوې او پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د کابل د مارشل فهیم پوځی پوهنځی په ودانۍ په نن سهارنۍ ډله ایزې حملې کې د وژل شویو کسانو شمیر یولس کسان او ټپیان هم شپاړس کسان ښودل شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیری وئیلی دی ،یرغلګر دوه ځان مرګی وو چې ځانو په پورې تړل شوی چاودیدونکی موادئې چاودولی او دوه نور ملګری ئې هم دافغان پوځیانو په موقعې په ډزو سره هلاک شوی دی ، او دغه نښته ترغرمې پورې په بشپړ ډول پای ته رسیدلې ده .
وزیری نن سهار وئیلی وو چې په دې حمله کې ٤ افغان عسکر هم وژل شوی او ١٠ تنه ئې ټپیان شوی دی.
ځینی راپورونه ښئ چې دغه حمله پر مارشال فهیم پوځی اکاډمۍ شوې ده، خو ددفاع وزارت ځینو سرچینو وئیلی دی دغه حمله یوازې د ١١١مې فرقې پر یوه جزوتام شوې ده.
راپورونه ښئ د دغې غیر انسانی حملې پړه هم داعش تکفیری صهونیسټی ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده . داپه داسې حال کې دی ، چې دوه ورځې مخکې هم دکابل ستر ښار یوې بلې زورورې چاودنې لړزولی ؤ چې د سلګونو بې ګناه انسانانو وینه پکې توی شوې او پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده . ډیری شناندی او کارپوهان وآئی ، تالی څټیتوب تر دې حده رسیدلی چې د اعش تکفیری ترهه ګرې ډلې او طالبان د افغان ولس په وژلو کې سره سیالۍ پیل کړی دی ، او دا د افغانستان بې وسه حکومت دی چې د دغه هیواد ولس ئې دترهه ګرو په رحم و کرم پریښودلی ا و هیڅ کارندوالی نندارې ته نشی وړاندې کولی .