دتکفیری داعشیانواوطالبانوپه ضد دافغان امنیتی ځواک عملیات دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64557-دتکفیری_داعشیانواوطالبانوپه_ضد_دافغان_امنیتی_ځواک_عملیات_دوام_لری
په همداوروستیو کې د افغانستان مظلو م ولس د داعشی تکفیریانو اوطالبانو په وحشی ډوله عملیاتو او جنایتونو کې دخپلو سلګونو بچیانو جنازې اوچتې کړی او داسې کومه ورځ نشته چې په افغانستان کې د بې ګناه عاموخلکو وینه توی نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2018 01:20 Asia/Kabul
  • دتکفیری داعشیانواوطالبانوپه ضد دافغان امنیتی ځواک عملیات دوام لری

په همداوروستیو کې د افغانستان مظلو م ولس د داعشی تکفیریانو اوطالبانو په وحشی ډوله عملیاتو او جنایتونو کې دخپلو سلګونو بچیانو جنازې اوچتې کړی او داسې کومه ورځ نشته چې په افغانستان کې د بې ګناه عاموخلکو وینه توی نشی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری پرون مازدیګر په کابل کې په خبری کنفرانس کې  ووئیل  د دغه هیواد  امنیتی ځواک  په کندهار اوغزنی پشمول  په یولسو ولایتونو کې  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې او طالبانو  په  ضد په پاکونکو عملیاتو کې  ۲۳وسله وال کسان وژلی او  پنځلس نور ئې ټپیان کړی دی .  هغه زیاته کړې  په هلاک شوو کسانو کې د داعشی تکفیریانو اوطالبانو  یوشمیر کمانډران هم شامل دی .  هغه روښانه کړې  په دغو عملیاتو کې   همداراز د  ترهه ګرو  څو پټنځایونه  ، تجهیزات او زیات شمیر وسلې هم تباه شوی دی .  جنرال  وزیری  په دغو عملیاتو کې  د افغانستان  دامنیتی ځواک   احتمالی مرګ ژوبلو ته کومه اشاره نه ده کړې .