پاکستان دې له ترهه ګرو څخه له ملاتړه لاس واخلی
دافغانستان د مدنی ټولنو فعالانو، عالمانو او ولسی اورګانونو په سلګونو غړو او عامو خلکو په دغې نننۍ مظاهرې کې دپاکستان د چارواکوپه ضد سخت شعارونه ورکړل او پر کابل حکومت ئې غږ کړی ،څو له دغه هیواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړی .
زموونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان په سلګونو خلکو نن په کابل کې د پاکستان له سفارت سره نزدې په غونډې سره په هغه څه په اعتراض کې چې پخپل هیواد کې ئې له ترهه ګرو دپاکستان ملاتړ بللی ، مظاهره وکړه .
دافغانستان د مدنی ټولنو فعالانو، عالمانو او ولسی اورګانونو په سلګونو غړو او عامو خلکو په دغې نننۍ مظاهرې کې دپاکستان د چارواکوپه ضد سخت شعارونه ورکړل او پر کابل حکومت ئې غږ کړی ،څو له دغه هیواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړی .
مظاهره چیانو دمظاهرې په پای کې پریکړه لیک هم صادر کړی او وئیلی ئې دی ، دکابل پشمول دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د رووستۍ ترهه ګرې حملې د حقانی ترهه ګر چینل ،داعش او همداراز دطالبانو په څیر له ترهه ګرو او افراطی ډلو سره په ملګرتیا اوغږملتیا سره دپاکستان د پوځ داستخباراتی ادارو په وسیله شوی دی .
په پریکړه لیک کې راغلی دی ، چې دکابل حکومت دې دترهه ګرۍ دملاتړو هیوادونو په لیسټ کې دې دپاکستان دنامې د ورځای کولو لپاره هڅه وکړی.
په تیرې یوې اونۍ کې دافغانستان دکابل پشمول بیلابیلو سیمو کې په ترهه ګرو بم چاودنو اوحملو کې په سلګونو افغانان وژل شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان حکومت او پوځ تل د کابل حکومت د غه شان تورونه رد کړی او وئیلی ئې دی ، دکابل حکومت دې د بل چا د لاسونو لوبتکه نه جوړیږی، او پر نورو د تورونو دلګولو په ځای دې د خپل ملت دکړاؤ او مصیبتونو دختمولو لپاره پخپل مسئولیّت غور وکړی .دپاکستان حکومت اوملت تل ، دافغانستان امنیت اوثبات ، خپل امنیت اوثبات بللی او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ئې دسولې اوروغې جوړې دخبرواترو لپاره تل هڅه کړې او مثبت رول ئې لوبولی دی .