دافغانستان په ختیځ کې یولس داعشی تکفیریان هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65851-دافغانستان_په_ختیځ_کې_یولس_داعشی_تکفیریان_هلاک_شوی_دی
د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې زیاتره ترهه ګر د آچین پشمول د ننګرهار ولایت په بیلابیلو سیمو کې د یره دی او داهم وئیل کیږی چې د دغه ولایت کابو څلویښت فی صده سیمې هم د طالبانو ډلې په کنټرول کې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2018 11:11 Asia/Kabul
  • دافغانستان په ختیځ کې یولس داعشی تکفیریان هلاک شوی دی

د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې زیاتره ترهه ګر د آچین پشمول د ننګرهار ولایت په بیلابیلو سیمو کې د یره دی او داهم وئیل کیږی چې د دغه ولایت کابو څلویښت فی صده سیمې هم د طالبانو ډلې په کنټرول کې دی .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان امنیتی مسئولانو  وئیلی دی ،  د افغانستان د ننګرهار ولایت  په اچین  ولسوالۍ کې  د   پوځی ځواک  په بیګانیو هوائی حملو کې  د داعش تکفیری ترهه ګرې  ډلې   یولس  ترهه ګرهلاک او یوشمیر نور هم ټپیان شوی  او دهغوی وسلې اوتجهیزات هم تباه شوی دی .

  په دغو حملو کې  د د داعشی تکفیریانو  دوه پټنځایونه  هم تباه شوی دی . 

 دافغانستان دفاع وزارت   له روان میلادی کال راهسې تر دې دمه  دافغانستان به بیلابیلو سیمو کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو  د هلاک شوو غړو شمیر  څه دپاسه دوه زره درې سوه  تنه اعلان  کړی دی . 

 د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې زیاتره  ترهه ګر  د  آچین پشمول د ننګرهار ولایت په بیلابیلو سیمو کې د یره دی  او   داهم وئیل کیږی  چې د دغه ولایت    کابو څلویښت فی صده سیمې  هم د طالبانو ډلې  په کنټرول کې دی .