د افغانستان د ملي امنیت سلاکار عربستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65869-د_افغانستان_د_ملي_امنیت_سلاکار_عربستان_ته_لاړ
د افغانستان د امنیت شورا دفتر وايي د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سعودي عربستان ته تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 16:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت سلاکار عربستان ته لاړ

د افغانستان د امنیت شورا دفتر وايي د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سعودي عربستان ته تللی دی.

د دې دفتر د خبرپاڼې له مخې حنیف اتمر نن یکشنبه د سعودي عربستان د شهزاده په غوښتنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د سرچينې په وینا نوموړی به له سعودي چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

حنیف اتمر په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي، چې دوه ورځې وړاندې ځينو سرچینو د ده او طالبانو ترمینځ د خبرو راپور ورکړ.

اسوشیټيډ پریس پخپل راپور کې ویلي و، چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، بې له دې چې د یو بل په اړه معلومات ولري له طالبانو سره په پټو خبرو بوخت دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ دا راپور ناسم وباله او ويې ویل چې اتمر به د هغه چا چې ټوپک پر ځمکه کېږدي، د سولې شورا له لارې هرکلی وکړي.