عربستان ته د حنیف اتمر سفر ته یوه کتنه
خو حقیقت دا دې چی د افغانستان مسولان او ځینې شخصیتونه په لټه کی دی د ایران او عربستان ترمینځ له تاوتریخوالی په استفادې سره خپلومالی او سیاسی هدفونو ته ورسی
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کی د افغانستان د وسلې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلی یې دی چی درست لوری باید د سولې له پروسې ملاتړ وکړی . د هغې اعلامیې په اساس چی د افغانستان د ملی امنیت د دفتر لخوا خپره شوی ده ، حنیف اتمر چی د د ال سعودو رژیم د ولیعهد په رسمی بلنه یې دغه هیواد ته سفر کړی دې ، له بن سلمان سره په کتنه کې مهمو موضوګانو په اړه بحث او د نظر تبادله کړی ده . د افغانستان د ملی امنیت اعلامیه زیاتوی چی د عربستان ولیعهد ژمنه کړی ده چی هیواد یې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پرخه کی له افغانستان سره ملګرتیا ته چمتووالې لری او په دغه کتنه کې دواړو لورو ژمنه کړی ده چی د هغو ترهه ګرو په وړاندی چی د سولې د خبرو اترو پرضد یې اقدامات کړی او نه غواړی چی د سولې له بهیر سره یو ځای شی ، خپلې مبارزې ته دوام ورکوی .
په دغه اعلامیه کی راغلی دی چی دواړو لورو له افغانستانه د سعودی عربستان په مشرۍ د ۴۱ هیوادونو د پوځی ایتلاف د ملاتړ د څرنګوالی په اړه هم خبری کړی دی . دا چی عربستان د حنیف اتمر د سفر اصلی هدف څه دې ، تهران راډیو په دې باره کی د ټیلی فون په لیکه د افغانستان او سیمې د چارو له کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده نظر وپوښته چی هغه په ځواب کی وویل د افغانستان حکومت د سیمې بدلونونو ته په پام سره په لټه کې دې ، له عربستان سره خپلې اړیکی پراخې او پیاوړی کړی او د دغې چارې د تحقق لپاره څه مودی مخکې د افغانستان د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی ، ایران له طالبانو په ملاتړ تورن کړ او هڅه یې وکړه چی د ایران له سیمه ایزو فعالیتونو د عربستان له حساسیته په استفادې سره د عربستان د باچاهی رژیم مرسته او ملاتړ جلب کړی . په دې پسې د افغان دولت متحد ګلبدین حکمتیار ، ایران له داعش په ملاتړ تورن کړ او هڅه یې وکړه چی د عربستان مالی ملاتړ ولرلې شی . همداراز د افغانستان یوه بل جهادی مشر استاد سیاف عربستان ته په سفر سره له شرق الاوسط ورځپاڼۍ سره په مرکه کی ایران د افغانستان په داخلی چارو کې په لاس وهنې او له طالبانو په ملاتړ تورن کړ او د سیاف له ستنیدا وروسته حنیف اتمر عربستان ته سفر وکړ ، چی ظاهرا د عربستان له چارواکو په تیره بن سلمان سره د هغه په کتنو کې د افغانستان دسولې د پروسې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په موضوع بحث او خبرې اترې شوی دی ، خو حقیقت دا دې چی د افغانستان مسولان او ځینې شخصیتونه په لټه کی دی د ایران او عربستان ترمینځ له تاوتریخوالی په استفادې سره خپلومالی او سیاسی هدفونو ته ورسی .
ښاغلی وحید مژده په سوریه او عراق کی د داعش ماتې ته په پام سره جوته کړه ټولو نړیوالو ته ډیره ښه پته ده چی ایران او روسیه په سوریه کې د داعش د ماتې سبب شوی دی او دغه ماته هم په حقیقت کی دامریکا او عربستان ماته حسابیږی ، په دې اساس په افغانستان کی د داعش پروژه چی په دغه هیوا کې د ملی وحدت دولت له جوړیدا سره په یو وخت رامینځته شوه ، اوس په سوریه کی له ماتې خوړلی داعش سره پیاوړی کیږی ترڅو په سوریه کی د داعش د ماتې غچ په افغانستان کی واخلی . ښاغلی وحید مژده زیاته کړه په افغانستان کی د داعش په رامینځته کیدا سره د افغانستان د ملی پارلیمان د مهم غړی حاجی ظاهر قدیر په شمول د افغانستان ځینو مسولو شخصیتونو په ډاګه ویلی دی چی داعشیان په افغانستان کی د بهرنیو عسکرو په الوتکو کې یو ځای ، بل ځای انتقالیږی او ورسره مرسته کیږی . حاجی ظاهر قدیر جوته کړی ده چی د داعش مشران په کابل کې دیره دی له ځینو سفارتونو او د افغانستان له امنیتی اورګانونو سره په تماس کی دی چی د ښاغلی وحید مژده په وینا له دریو کلونو تیریدا وروسته هم د افغانستان د وحدت ملی دولت لخوا دغو تورونو ته ځواب ندې ویل شوی او هغه کسان چی په حکومت یې دغه تورنه لګولی دی ، ورسره قانونی چلند ندې شوی . ښاغلی مژده همدارازله طالبانو په ملاتړ د ایران د تورنولو یو علت دا وباله چی دا کار د طالبانو په وړاندی د خپلی ماتې یو بهترین توجیهه دې چی کوندی ووایی فلانې هیواد له طالبانو ملاتړ کوی ، په داسې حال کی چی له افغان حکومت کابو پنځوس هیوادونه ملاتړ کوی چی په سر کې یې امریکا ده ، نو ولې د ۱۷ کلونو په تیریدا سره امریکا او د هغې متحدان ندی توانیدلی طالبانو ته ماته ورکړی . هغه زیاته کړه امریکا چی له لومړیو د جنګ د دوام غوښتونکی وه اوس په لټه کی ده د داعش په پیاوړتیا سره دغه بهیر دوام ولرلې شی .