افغانستان له ترهګرو سره په مقابلې ټینګار وکړ
-
د کابل دبهیر غونډه د نړۍ د څه دپاسه پینځویشتو(۲۵) هیوادونو او نړیوالو موسسو په ګډون سره په کابل ښار کښې جوړیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دصلحې د لوړې شورا ویندوی سید احسان طاهری پرون په کابل کښې دهوساینې او د صلحې په غونډې کښې وویل دغه شورا به له نړیوالو ترهګرو سره خبرې ونکړی بلکې هغوې به د جنګ په میدان کښې وځپی .
هغه زیاته کړه له دې سره سره د افغانستان حکومت چمتو دی چې له وسله والو مخالفانو(طالبانو ډلې) سره د صلحې د لوړې شورا له لارې له کوم قید او شرط پرته خبرې وکړی .
دغه راز د افغانستان د صلحې د لوړې شورا غړی حاجی دین محمد هم وویل ټاکل شوی ده حکومت دکابل د بهیر په غونډې کښې دنړۍ هیوادونو ته یو(۱) پلان وړاندې کړی په کوم کښې چې په هیواد کښې د صلحې په بهیر کښې دعملی اقداماتو په وړاندې تمرکز شوی دی .
ټاکل شوی ده چې په راتلونکو څو ورځو کښې د کابل دبهیر غونډه د افغانستان د حکومت په مشرۍ د نړۍ د څه دپاسه پینځویشتو(۲۵) هیوادونو او نړیوالو موسسو په ګډون سره په کابل ښار کښې جوړه شی .