دافغانستان دطالبانو یوجرمن توکمه کمانډر نیول شوی دی
دا لومړنی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې یو جرمنی توکمه مهم غړی نیول کیږی .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیری نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د دغه هیواد امنیتی ځواک د هلمند ولایت په ګرشک ولسولاۍ کې په پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو د یوه جرمنی غړی پشمول دې مهم کسان نیول شوی دی .
دالومړنی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې یو جرمنی توکمه غړی نیول کیږی . د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دغه راز په کاپیسان ولایت کې د طالبانو ډ لې دیوه بل مهم کمانډر قاری نسیم د وژل کیدا خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، په دغو عملیاتو کې یو بل طالب قوماندان هم وژل شوی او شپږ نور طالبان ټپیان شوی دی .
همداراز په هلمند ولایت کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې له امله هم څلور عام افغانان شوی دی ، دولت وزیری د دغې ترهه ګرې چاودنې مسئول هم طالبان بللی دی.