طالبان له حکومت پرته بل چا سره خبرې نشی کولای
-
ځینې هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د افغانستان د طالبانو ډلې ملاتړ کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دملی وحدت د حکومت دملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون له ځایی رسنیو سره په مرکه کښې وویل له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو اترو یوازنی لوری د کابل حکومت دی .
هغه وویل دافغانستان طالبانو ډله دې باید پوهه شی په هیواد کښې د سولې لپاه د کابل له حکومت پرته بل هیڅ هیواد او حکومت سره خبرې نشی کولای .
دافغانستان دملی وحدت د حکومت دملی امنیت سلاکار حنیف اتمر دغه راز په هیواد کښې د سولې د رامینځته کیدا لپاره په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر په ناکامۍ نیوکې سره وویل که چیرې دقطر دفتر د سولې لپاره پرانیستل شوی باید د سولې خبرې تعقیب کړی او په بله بڼه کښې به د کابل حکومت اجازه ورنکړی له دغه دفتر څخه ناوړه استفاده وشی اودغه دفتر به بند کړی .
هغه وویل ځینې هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د افغانستان د طالبانو ډلې ملاتړ کوی چې دکابل له نظره دغه یو (۱)غلط سیاست دی او ترهګر له یوبل سره هیڅ فرق نلری .