طالبان له حکومت پرته بل چا سره خبرې نشی کولای
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66555-طالبان_له_حکومت_پرته_بل_چا_سره_خبرې_نشی_کولای
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دملی وحدت د حکومت دملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون له ځایی رسنیو سره په مرکه کښې وویل له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو اترو یوازنی لوری د کابل حکومت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 01:13 Asia/Kabul
  • ځینې هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د افغانستان د طالبانو ډلې ملاتړ کوي .
    ځینې هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د افغانستان د طالبانو ډلې ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دملی وحدت د حکومت دملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون له ځایی رسنیو سره په مرکه کښې وویل له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو اترو یوازنی لوری د کابل حکومت دی .

هغه وویل دافغانستان طالبانو ډله دې باید پوهه شی په هیواد کښې د سولې لپاه د کابل له حکومت پرته بل هیڅ هیواد او حکومت سره خبرې نشی کولای .

دافغانستان دملی وحدت د حکومت دملی امنیت سلاکار حنیف اتمر دغه راز په هیواد کښې د سولې د رامینځته کیدا لپاره په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر په ناکامۍ نیوکې سره وویل  که چیرې دقطر دفتر د سولې لپاره پرانیستل شوی باید د سولې خبرې تعقیب کړی او په بله بڼه کښې به د کابل حکومت اجازه ورنکړی له دغه دفتر څخه ناوړه استفاده وشی اودغه دفتر به بند کړی .

هغه وویل ځینې هیوادونه له داعش ترهګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د افغانستان د طالبانو ډلې ملاتړ کوی چې دکابل له نظره دغه یو (۱)غلط سیاست دی او ترهګر له یوبل سره هیڅ فرق نلری .