ایران په افغانستان کې د امنیت د ټینګیدا ملاتړ کوی
ایران د درستو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امنیت ، ارامښت ، ثبات او سولې غوښتونکې دې ، جوته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې افغانستان ځانګړې ځای لری .
د اسلامی ایران دفاع وزیر ښاغلی امیر حاتمی نن په تهران کې د افغانستان د دفاع وزارت د سټراټیجیک او سیاسی مرستیال ښاغلی احمد تمیم عاصی سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران د درستو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امنیت ، ارامښت ، ثبات او سولې غوښتونکې دې ، جوته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې افغانستان ځانګړې ځای لری .
ښاغلی حاتمی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو مخالف دی زیاته کړه ایران په پریکنده توګه د افغانستان د ملی وحدت دولت تر مشرۍ او د دغه هیواد د اساسی قانون په چوکاټ کې د درستو قومونو په ګډون د سولې له بهیر ملاتړ کوی .
د ایران دفاع وزیر ټینګار وکړ د اسلامی ایران اصولی سیاست د مشکلاتو د اواری لپاره سیمه ایزه ملګرتیا ده او باور لری د سیمې امنیت په سیمه ایزشې ملګرتیا سره تامین شی . ده همداراز وویل که افغان دولت له ایران رسمی غوښتنه وکړی نو ایران چمتو دې چی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان ملی وحدت دولت ته امنیتی او مستشاری مرستې وړاندی کړی .
ښاغلی احمد تمیم عاصی هم د اسلامی ایران له میلمستیا په قدرونې سره تهران ته د سفر هدف د دواړو هیوادونو د دفاعی اړیکو پیاوړتیا او ایران ته د افغانستان د دفاع وزیر د سفر زمینه برابرول وبلل .