ایران په افغانستان کې د امنیت د ټینګیدا ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67045-ایران_په_افغانستان_کې_د_امنیت_د_ټینګیدا_ملاتړ_کوی
ایران د درستو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امنیت ، ارامښت ، ثبات او سولې غوښتونکې دې ، جوته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې افغانستان ځانګړې ځای لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2018 10:48 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د امنیت د ټینګیدا ملاتړ کوی

ایران د درستو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امنیت ، ارامښت ، ثبات او سولې غوښتونکې دې ، جوته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې افغانستان ځانګړې ځای لری .

 د اسلامی ایران دفاع وزیر ښاغلی امیر حاتمی نن په تهران کې د افغانستان د دفاع وزارت د سټراټیجیک او سیاسی مرستیال ښاغلی احمد تمیم عاصی سره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی  ایران  د درستو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امنیت ، ارامښت  ، ثبات او سولې غوښتونکې دې ، جوته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې افغانستان ځانګړې ځای لری .

ښاغلی حاتمی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامی جمهوریت  تل په افغانستان کې  د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو مخالف دی زیاته کړه  ایران په پریکنده توګه  د افغانستان د ملی وحدت دولت تر مشرۍ او د دغه هیواد د  اساسی قانون په چوکاټ کې د درستو قومونو په ګډون د سولې له بهیر ملاتړ کوی .

د ایران دفاع وزیر ټینګار وکړ د اسلامی ایران اصولی سیاست د مشکلاتو د اواری لپاره  سیمه ایزه ملګرتیا ده  او باور لری د سیمې امنیت په سیمه ایزشې ملګرتیا سره تامین شی . ده همداراز وویل که افغان دولت له ایران رسمی غوښتنه وکړی نو ایران چمتو دې چی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان ملی وحدت دولت ته امنیتی او مستشاری مرستې وړاندی کړی .

ښاغلی احمد تمیم عاصی هم د اسلامی ایران له میلمستیا په قدرونې سره  تهران ته د سفر هدف د دواړو هیوادونو د دفاعی اړیکو پیاوړتیا او ایران ته د افغانستان د دفاع وزیر د سفر زمینه برابرول وبلل .