دجرمنی دفاع وزیره ناڅاپی دافغانستان شمال ته په سفر تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67940-دجرمنی_دفاع_وزیره_ناڅاپی_دافغانستان_شمال_ته_په_سفر_تللی
دم ګړۍ په افغانستان کې د پنځلس زره امریکائی عسکرو په شمول اتلس زره بهرنی عسکر دیره دی . امریکا او متحدانو ئې په افغانستان کې د دامنیت دتامینولو او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په ۲۰۰۱کال کې پر دغه هیواد لښکر کشی وکړه ، خو تر دې دمه ، نه یوازې په دغه هیواد کې ناکراری ،ترهه ګری او دنشه ایزو توکو تولید کم شوی نه دی ،بلکې دغه سپیرې بلاګانې ورځ تر بلې لاپسې پراخې شوی هم دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • دجرمنی دفاع وزیره ناڅاپی  دافغانستان شمال ته په سفر تللی

دم ګړۍ په افغانستان کې د پنځلس زره امریکائی عسکرو په شمول اتلس زره بهرنی عسکر دیره دی . امریکا او متحدانو ئې په افغانستان کې د دامنیت دتامینولو او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په ۲۰۰۱کال کې پر دغه هیواد لښکر کشی وکړه ، خو تر دې دمه ، نه یوازې په دغه هیواد کې ناکراری ،ترهه ګری او دنشه ایزو توکو تولید کم شوی نه دی ،بلکې دغه سپیرې بلاګانې ورځ تر بلې لاپسې پراخې شوی هم دی

مهر خبری آژانس راپورورکړی ،  د جرمنی   دفاع وزیره   اورزولا فن ډرلایّن  په یوه ناڅاپی سفر دافغانستان  دبلخ ولایت مرکز مزار شریف ته تللې  څو  په مزارشریف کې له جرمنی پوځیانو سره وګوری .

  دغه ناڅاپی سفر  افغانستان ته د لازیاتو عسکرو دلیږدولو  د مسودی  له تصویبیدا  دوه ورځ وروسته ترسره کیږی .

 دجرمنی دپارلیمان استازو   د دغه هیواد ددفاع  وزارت له خوا    د وړاندې شوی  مسودې په تصویبولو  سره  همداراز  د   د ۲۰۱۹ کال مارچ پورې    دافغانستان د عسکرو د روزنې ماموریت  تمدید کړی دی . 

 پر دې اساس ،  په افغانستان کې د جرمنی د عسکرو شمیر  هم  چې  همدااوس  ۹۸۰ کسه  دی ، یو زر  درې سوه  عسکرو ته  رسیږی .