امریکا او عربستان په افغانستان کښې داعش ډله پیاوړی کوی :
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74176-امریکا_او_عربستان_په_افغانستان_کښې_داعش_ډله_پیاوړی_کوی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د کندهار ولایت امنیتی قوماندان جنرال عبدالرزاق وایی ما په تیرو دوو(۲) میاشتو کښې د امریکا ، د اروپایی اتحادیې د سعودی عربستان او دځینو نورو هیوادونو د استازیو په شتون سره د طالبانو له مشرانو سره څلور(۴) ځله کتنې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 09:29 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د سولې هڅې په حقیقت کښې دافغانستان د جنګ د داعشي کولو په هدف سره ترسره کیږي .
    له طالبانو سره د سولې هڅې په حقیقت کښې دافغانستان د جنګ د داعشي کولو په هدف سره ترسره کیږي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د کندهار ولایت امنیتی قوماندان جنرال عبدالرزاق وایی ما په تیرو دوو(۲) میاشتو کښې د امریکا ، د اروپایی اتحادیې د سعودی عربستان او دځینو نورو هیوادونو د استازیو په شتون سره د طالبانو له مشرانو سره څلور(۴) ځله کتنې کړی دی .

جنرال عبدالرزاق دې  خبرې ته په اشارې سره چې دطالبانو له مشرانو  دخبرو په پروسې کښې دافغانستان  مرکزی حکومت نه دی شامل وویل له طالبانو سره زمونږ کتنې دوام لری .

هغه وویل دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دطالبانو له مشرانو سره په خبرو کښې لاس نلری .

د افغانستان دکندهار ولایت امنیتی قوماندان جنرال عبدالرزاق وویل طالبان دکابل په مرکزی حکومت باور نلری .

هغه وویل دافغانستان مرکزی حکومت په هغه څه چې له طالبانو سره یې ژمنه کړی وه هیڅ عمل نه دی کړی .

جنرال عبدالرزاق زیاته کړه مونږ دلته نړیوال شرکا لرو او هغوې اوس له طالبانو سره زمونږ دخبرو په پروسې کښې شریک دی .

هغه وویل ښه خبر دا دی چې دوې له مونږ  سره مرسته کوی چې دطالبانو غوښتنې پوره شی  او طالبان دیوې(۱) سیاسی او ملی ډلې په توګه دهیواد دننه خپل فعالیت پیل کاندی .

دکندهار امنیتی قوماندان جنرال عبدالرزاق مخکې هم دخبرو اترو او دسولې له پروسې سره د طالبانو دلسګونو کورنیو د یوځاې کیدا خبر ورکړی وو .

خو جنرال عبدالرزاق دسولې له پروسې سره  دطالبانو ددغو لسګونو کورنیو په یوځاې کیدا کښې د سولې دلوړې شورا چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په هیواد کښې د پخلاینې او دسولې پروسه مخ ته بیایی  درول په اړه هیڅ نه دی ویلی .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی په یوې (۱)بیانیې کښې چې دتهران راډیو پښتو خپرونې ته یې هم رالیږلی ده د کندهار دامنیتی قوماندان جنرال عبدالرزاق د څرګندونو په ردولو سره هغه یوه(۱) ادعا بللی ده او  ویلی یې دی داډول ادعا دامریکا د استخباراتی دسیسو پراساس ترسره کیږی او هیڅ حقیقت نلری .

دطالبانو بیانیه زیاتوی طالبان له هیڅ چا سره پټې کتنې او خبرې اترې نه لری او دغه ډله نه غواړی دافغانستان د ازادۍ په شان مهم مسائل له داسې کسانو او ډلو سره چې خپل هیڅ واک او صلاحیت نلری مطرح کاندی .

دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وویل ما مخکې هم په ځلونو  دا ډول اوازې او ادعاګانې دروغ بللی دی او اوس بیا ډاډ ورکوم چې د خبرو په اړه د طالبانو دریځ واضح او شفاف دی او په دغه دریځ کښې  هیڅ بدلون نه دی راغلی او خلک باید په داډول اوازو باور ونکړی .

دتهران راډیو پښتو خپرونې دغه راز دهغو ادعاګانو او شعارونو په اړه چې له تیرو څو ورځو راهسې دامریکا دچارواکو  او حکومت لخوا د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو دځینو مشرانو او دغړیو د چمتووالی په ارتباط مطرح کیږی د طالبانو دیوه(۱) بل ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد نظر وپوښت چې هغه په ځواب کښې وویل د طالبانو دریځ واضح او شفاف دی  ترهغه وخته چې بهرنی پوځیان په  افغانستان کښې وی لیرې ښکاری چې خبرې اترې وشی .

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه طالبان له داسې سړی یا حکومت سره چې خپل واک نه لری خبرې اترې نه کوی .

هغه وویل نن سبا دافغانستان واک دامریکا په لاس کښې دی نو  بس خبرې اترې باید له امریکا سره وشی .

دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سعودی عربستان د شاهی رژیم د دریځ په اړه چې ویلی یې دی په افغانستان کښې جنګ باید ختم شی

یا داچې دکعبې امام دتیرې جمعې ورځې په خطبې کښې په افغانستان کښې جنګ ناروا وباله وویل دغه ټولې هڅې دامریکا د جاسوسۍ ادارو د دسیسو پراساس کیږی چې هدف یې په افغانستان کښې دجنګ ختمیدل نه دی .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل ددغو هڅو هدف په افغانستان کښې د امریکا د اوږدې مودې دپوځی شتون او ستراتیژۍ دوام دی .

ذبیح الله مجاهد دغه راز دافغانستان په ختیځ کښې په لغمان ولایت کښې د« الینګار» ولسوالۍ په ځینو سیمو کښې  د داعش ترهګرې ډلې پرضد دطالبانو عملیاتو ته په اشارې سره چې د روان هجری لمریز کال د غبرګولی دمیاشتې په یودیرشمه(۳۱) نیټه وشول وویل کله چې طالبانو غوښتل د الینګار ولسوالۍ ځینې سیمې د داعش ډلې دغړیو له شتون څخه پاکې کړی دامریکا  جنګی الوتکې د داعش ډلې ملاتړ ته ورغلې او هغوې له داعش ډلې په ملاتړ کښې د طالبانو په مرکزونو بمبارې وکړې چې په نتیجه کښې یې څلور(۴) طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل هم شول .

دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل  دامریکا ځواکونو مخکې هم په ځلونو په ننګرهار ولایت کښې  له طالبانو سره په جنګ کښې دداعش ډلې ملاتړونه کړی دی .

هغه وویل داعش ډله  د امریکا یوه(۱) فتنه ده  او امریکا  دسیمې دځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا سره دغه ډله جوړه کړی ده چې له داعش ډلې په استفادې سره دامریکا سپیره هدفونه چې دټولې سیمې ناامنه کول دی پوره شی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د مسلمانانو ترمینځ مذهبی او قومی اختلافات د امریکا دهمدغه دسیسې پراساس ترسره کیږی .

دافغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر او دکابل ټیلی ویژن چینل رئیس ښاغلی غلام جیلانی ځواک هم په دې اړه دتهران راډیو پښتو خپرونې ته وویل امریکا او سعودی عربستان ته اړونده داعش پروژې  په سوریې او عراق کښې ماتی خوړلی ده او اوس هڅه کیږی دافغانستان دجنګ په داعشی کولو سره له ایران او روسیې څخه چې داعش ته یې ماتی ورکړه په سوریې او عراق کښې دداعش ډلې د ماتی انتقام او غچ د افغانستان په خاوره کښې واخلی .

غلام جیلانی ځواک وویل له طالبانو سره د سولې هڅې په حقیقت کښې دافغانستان د جنګ د داعشی کولو په هدف سره ترسره کیږی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د۲۰۱۸ میلادی کال دجون دمیاشتې ۲۹ نیټه