اشرف غني له جرمني څخه د افغان کډوالو د ورستنولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76271-اشرف_غني_له_جرمني_څخه_د_افغان_کډوالو_د_ورستنولو_هڅه_کوي
د افغانستان ولسمشر له جرمني څخه د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د خپل حکومت د هلوځلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • اشرف غني له جرمني څخه د افغان کډوالو د ورستنولو هڅه کوي

د افغانستان ولسمشر له جرمني څخه د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د خپل حکومت د هلوځلو خبر ورکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې محمد اشرف غني پرون د بیلډ په نامه جرمن خپرندوې سره په مرکه کښې، په افغانستان کښې د امنیتي حالاتو خرابوالي او ترهګرو بریدونو ته له اشارې پرته وویل: د جرمني په شمول مختلفو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ستنول د کابل د حکومت هدف دی.

د ۲۰۱۶ کال له پیل نه تراوسه پورې له ۲۳۰ زیات افغان کډوال له جرمني څخه ایستل شوي دي.

ټاکل شوې چې هغه کابو څلور زره افغان مهاجر چې په جرمني کښې یې د پناهندګۍ غوښتنه رد شوې، له دغه هیواده وویستل شي.