د افغانستان له امنیت او پراختیا د ترکیې ملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76379-د_افغانستان_له_امنیت_او_پراختیا_د_ترکیې_ملاتړ
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په کتنه کښې وویل: ترکیه تل د افغانستان د امنیت، ثبات او پراختیا ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2018 07:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان له امنیت او پراختیا د ترکیې ملاتړ

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په کتنه کښې وویل: ترکیه تل د افغانستان د امنیت، ثبات او پراختیا ملاتړ کوي.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په انقره کښې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي په کتنه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې ترکیې تل د افغانستان له امنیته ملاتړ کړی، وویل: په کابل کښې د امنیت ټینګښت د ترکیې ترټولو مهمه غوښتنه ده.

سلیمان سویلو وویل: په دغه ملاقات کښې د امنیتي ملګرتیا، کډوالۍ او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په شان مسائل وڅیړل شول.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر هم په دغه کتنه کښې وویل: په ترکیې کښې د غیرقانوني افغان کډوالو د مسئلې د هواري لپاره هم یولړ پریکړې شوې دي.

سیدحسین عالمی بلخی په دې خبرې سره چې د انقرې او کابل ترمینځ ډیر اشتراکات شته دي، زیاته کړه: په مختلفو زمینو په تیره بیا د کډوالو په چارو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې باید پراخې شي.

د ویلو ده چې په غیرقانوني توګه اروپا ته تلونکي افغان کډوال وړومبۍ ځانونه ترکیې ته رسوي.