ملګری ملتونه دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتوپه شفاف ډول ترسره کیداسره مرسته کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76750-ملګری_ملتونه_دافغانستان_دپارلیمانی_انتخاباتوپه_شفاف_ډول_ترسره_کیداسره_مرسته_کوی
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر له موجوده مشکلاتو د وتلو لاره دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا دافغانستان او پاکستان ترمینځ صادقانه ملګرتیا وبلله .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 25, 2018 10:19 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتوپه شفاف ډول ترسره کیداسره مرسته کوی

دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر له موجوده مشکلاتو د وتلو لاره دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا دافغانستان او پاکستان ترمینځ صادقانه ملګرتیا وبلله .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  دملګروملتو سرمنشی آنتو نیو ګوتریش  بیګا  په نیویارک کې د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر  عبدا...عبدا... سره  په کتنې کې  په افغانستان کې سیاسی ثبات او امنیت  د  دغه نړیوال اورګان  یوه هیله وبلله .

  په دغې کتنې کې عبدا...عبدا.... هم  وئیلی دی ،  دافغانستان حکومت  له یائیو میټرک سسټمه  په استفادې سره   د باؤری او شفافو  انتخاباتو ترسره کولو ته پابند دی او    دملګروملتو پشمول له نړیوالو ټولنو سره  ملګرتیاکوی.

 دافغانستان  د ملی وحدت حکومت  داجرائی  شورا مشر  له موجوده مشکلاتو  د وتلو لاره   دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا    دافغانستان او پاکستان ترمینځ  صادقانه ملګرتیا وبلله .