طالبانو په عربستان کې له افغان چارواکوسره لیدۀکاتۀ ردکړل
دافغانستان طالبانو ډلې دکابل له حکومت سره دسولې خبرې اترې له افغانستانه د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو وتل لومړنی شرط اعلان کړی دی .
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې دسعودی عربستان په ریاض کې دافغانستان له حکومتی چارواکو سره د دغې ډلې داستازو د کتنې په باب دلویدیځی رسنیو راپور رد کړی او وئیلی ئې دی ، په عربستان کې د له افغان چارواکو سره د طالبانو دخبرواترو ډنډوره عمومی افکارو ته د دوکه ورکولو لپاره دی او دا تشه پروپیګنډه ده.
د افغانستان د طالبانو ډلې دغه ویندوی وئیلی دی ، په افغانستان کې د پارلیمانی انتخاباتو دترسره کیدا په باب د دغه هیواد حکومت او طالبانو ترمینځ هیڅ ډول خبرې اترې نه دی شوی .
له دې مخکې طالبانو ډلې په کرتو داعلامیو په خپرولو سره ځینی لویدځی رسنۍ، دافغانستان له حکومت سره د سولې دخبرواترو په باب د دروغجنو راپورونو په خپرولو او د دغې ډلې دمشرانو دخبرو په تحریفولو تورنې کړی دی .
دافغانستان طالبانو ډلې دکابل له حکومت سره دسولې خبرې اترې له افغانستانه د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو وتل لومړنی شرط اعلان کړی دی .