دافغانستان پاکستان دینی عالمانودسولې دپوره کیداپه سر سره موافقه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76870-دافغانستان_پاکستان_دینی_عالمانودسولې_دپوره_کیداپه_سر_سره_موافقه_کړې
د دواړو هیوادونو دینی عالمانو په دغې غونډې کې چې د :افغانستان او پاکستان ترمینځ دسولې اوپیوستون لپاره د : کاری اقدام : دپلان په چوکاټ کې شوی ،وئیلی دی ، د دغه شان غونډو ترسره کیدا په سیمې کې دامنیت په رامینځةکولو کې مهم رول لوبولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2018 02:03 Asia/Kabul
  • دافغانستان پاکستان دینی عالمانودسولې دپوره کیداپه سر سره موافقه کړې

د دواړو هیوادونو دینی عالمانو په دغې غونډې کې چې د :افغانستان او پاکستان ترمینځ دسولې اوپیوستون لپاره د : کاری اقدام : دپلان په چوکاټ کې شوی ،وئیلی دی ، د دغه شان غونډو ترسره کیدا په سیمې کې دامنیت په رامینځةکولو کې مهم رول لوبولی شی .

 ا یرناخبری آژانس راپورورکړی ،  دپاکستان او افغانستان دینی شخصیتونو پرون  په اسلام اباد کې په غونډیدو سره    د سولې د تحقق  او د تاؤتریخوالی اوافراط پالنې نفی  کولو په خاطر  د ګډې ملګرتیا  دپراختیا لپاره  خپل چمتووالی  اعلان کړ .

 راپورښئ ،   دافغانستان  د سولې د لوړې شورا د مرستیال  عطاالرحمن  سلیم  په مشرۍ  د دغه هیواد د مذهبی شخصیتونو  اوه کسیز یوه پلاوی چې  پاکستان ته په سفر تللی ،   دپاکستان په خارجه وزارت کې ئې   د دغه هیواد له   مذهبی شخصیتونو سره لیده کاته کړی دی .

 د دواړو هیوادونو دینی عالمانو  په دغې غونډې کې چې  د   :افغانستان او پاکستان  ترمینځ دسولې اوپیوستون لپاره د :  کاری اقدام :   دپلان په چوکاټ کې  شوی ،وئیلی دی ، د دغه شان غونډو ترسره کیدا  په سیمې کې دامنیت په رامینځةکولو کې  مهم رول لوبولی شی .

 له دې مخکې  دپاکستان او افغانستان  وزارتونو  په کابل کې   له تاؤتریخوالی سره دمبارزې داعلامیې   دبرابرولو په خاطر   د دواړو هیوادونو د  عالمانو د ګډې غونډې  په ترسره کیدا  سره موافقه کړې وه . 

  پر طالبانو ډلې د پاکسان د مذهبی  شخصیتونو اوعالمانو  نفوذ ته په پام سره  ، دافغانستان حکومت   له کلونو مخکې راهسې ، پر اسلام اباد غږ کړی ؤ ، څو  په افغانستان کې دې له تاؤتریخوالی  دپاکستان دمشهورو مذهبی مشرانو  د ملاتړ   د نه کولو زمینې  برابرې کړی . په  دغې ناستې کې همدرااز  دافغانستان عالمانو  په ورپسې غونډو کې   د طالبانو ډلې د ګډون په خاطر  د پاکستان د اغیز شیندونکو عالمانو  پر رول  او ګډون ټینګار کړی دی .

له دې سره په یو  وخت د  افغانستان د طالبانو ډلې  مسئولانو دیوې اعلامیې په خپرولو د دغه ډول  غونډو جوړول  بې ګټې بللی او وئیلی ئې دی ، د دواړوهیوادونو مذهبی مشران او عالمان باید   دافغانستان دنیواک  د روا بللو په ځای دې د دغه نیواک  دختمولو لپاره   خپل رول و لوبوی .