بهرنۍ موسسه دافغانستان په انتخاباتو کښې لاسوهنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76912-بهرنۍ_موسسه_دافغانستان_په_انتخاباتو_کښې_لاسوهنه_کوی
دکابل ویسا ورځپاڼې ایشوا کړه دافغانستان لپاره د ډیموکراسۍ موسسې یوسل پنځوسو کاندیدانو ته د پارلمان په انتخاباتو کښې د بریالیتوب قول ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 04:11 Asia/Kabul
  • دافغانستان لپاره دډیموکراسۍ موسسه دلویدیځو هیوادنو ملاتړ لري
    دافغانستان لپاره دډیموکراسۍ موسسه دلویدیځو هیوادنو ملاتړ لري

دکابل ویسا ورځپاڼې ایشوا کړه دافغانستان لپاره د ډیموکراسۍ موسسې یوسل پنځوسو کاندیدانو ته د پارلمان په انتخاباتو کښې د بریالیتوب قول ورکړی دی .

ویسا ورځپاڼه زیاتو ی دافغانستان لپاره د ډیموکراسۍ موسسه چې ولسمشر اشرف غنی ته دنږدې کسانو لخوا رهبری کیږی دانتخاباتو له یوسل پنځوسو کاندیدانو سره ګډه غونډه جوړه کړی ده .

دافغانستان لپاره دډیموکراسۍ موسسه دلویدیځو هیوادنو ملاتړ لری او هڅه کوی دجهادی څیرو پرځاې لویدیځ پلوه ځوانان پارلمان ته لاره پیدا کړی .

بل خبردا چې دافغانستان د انتخاباتو دشکایت کمیسیون خبرداری ورکړ که چیرې دپارلمان د انتخاباتو کاندیدان خلاف ورزۍ وکړی نو په نقدو پیسو په جرمانه او یا محرومیت محکوم شی .

دافغانستان دانتخاباتو دشکایت کمیسیون ویاند علیرضا  روحانی پرون په کابل کښې  په خبری کانفرنس کښې د تبلیغاتو په اړه د انتخاباتو د یوسل دیارلسو خلاف ورزیو د ثبتیدا خبر ورکړ .

دغه راز دافغانستان د ازادو او د عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا مشر یوسف رشید هم وویل دانتخاباتو  دخلاف ورزیو په اړه د ټاکنو دکمیسیون ژمنې ممکنې نه دی .

هغه د انتخاباتو دخلاف وروزیو د مخنیوی لپاره دخاص مکانیزم او چارو دشتون پرضرورت ټینګار سره وویل دافغانستان دنتخاباتو خپلواکه کمیسیون باید دانتخاباتی مبارزو په وخت عدالت او انډول په نظر کښې ونیسی او له هغو کسانو سره چې دقانون خلاف ورزی وکړی سخت چلند وکړی .