په کندهار کې د پارلیمان ټاکنې د يوې اونۍ لپاره وځنډېدې
شاه حسين مرتضوي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د کندهار خلکو په غوښتنه او د ټاکنو کمېسيون په وړانديز د ملي امنيت شورا په يوه بیړنۍغونډه کې فیصله وشوه چې په دغه ولايت کې دې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اونۍ په ځنډ سره تر سره شي
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وياند وايي چې په کندهار ولايت کې د ولسي جرګېټاکنې د يوې اونۍ لپاره وځنډېدې.
شاه حسين مرتضوي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د کندهار خلکو په غوښتنه او د ټاکنو کمېسيون په وړانديز د ملي امنيت شورا په يوه بیړنۍغونډه کې فیصله وشوه چې په دغه ولايت کې دې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اونۍ په ځنډ سره تر سره شي
هغه په دې اړه نور جزييات نه دي په ډاګه کړي .
دغه راز د ټاکنو کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي هم وويل چې دغه فیصله د کندهار پېښې د قربانيانو د احترام په خاطر شوى او په دغه ولايت کې به يوه اونۍ وروسته د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.
دغه پرېګړه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې سبا(د تلې په ٢٨مه) د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.
په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره ورځ شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول چې وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت ومانه .
تېره شپه ولسمشر غني د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رئيس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوې او د کومانډو ځواکونه دغه ولايت ته ولېږل. ولسمشر په خپل پيغام کې وويل چې د کندهار ولايت حالات تر ارزونې لاندې دي او د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې يې د کندهار د وضعيت د سمون لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.