د افغانستان په انتخاباتو کښې فیصله امریکا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77488-د_افغانستان_په_انتخاباتو_کښې_فیصله_امریکا_کوي
طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو د پایلو اصلي پریکړه کونکې، امریکا دهه.
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Oct 22, 2018 03:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو کښې فیصله امریکا کوي

طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو د پایلو اصلي پریکړه کونکې، امریکا دهه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې طالبانو پرون په خپره کړې بیانیه کښې له خلکو څخه د رایه ورکونې مرکزونو ته نه تلو د غوښتنې ترڅنګ لیکلي دي: د خپل نظروړ استازو د غوره کولو لپاره د خلکو رایې هیڅ ارزښت نه لري ځکه چې په دې لړ کښې فیصله د امریکې په لاس کښې ده.

طالب ډلې د بهرنیو ځواکونو په شتون کښې د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدل د نه منلو وبلل او څرګنده یې کړه: دا انتخابات په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د شون د دوام لپاره زمینه جوړونه ده.

د طالبانو خپرپاڼه زیاتوي چې دغه ډله به د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات، د یو امریکايي بهیر په توګه خراب کړي خو ملکي وګړو ته د زیان رسولو نیت نه لري.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې په تیرو دوو ورځو کښې د رایه اخیستنې په مرکزونو باندې د طالبانو په حملو کښې لسګونه افغانان مړه او ژوبل شوي دي.