د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پاې ته ورسیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77490-د_افغانستان_د_ولسي_جرګې_ټاکنې_پاې_ته_ورسیدلې
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د اولسم پړاؤ رایه اخیستنه پس له دوو ورځو، پرون مازیګر ختمه شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2018 04:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پاې ته ورسیدلې

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د اولسم پړاؤ رایه اخیستنه پس له دوو ورځو، پرون مازیګر ختمه شوه.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلیماني انتخاباتو له ختمیدو وروسته په یو پيغام کښې، په ټاکنو کښې د ګډون په وجه د خپل هیواد د خلکو قدرونه وکړه.

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له قندهار او غزني پرته د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کښې ترسره شوې. په دې لړ کښې د رایه اخیستنې په ځینو مرکزونو کښې چې د امکاناتو د نشتوالي او امنیتي ګواښونو په وجه پکښې د شنبې په ورځ د رایه اخیستنې زمینه برابره نه شوه، دا کار پرون ترسره شو.