د افغانستان چارواکی له طالبانو سره خبرې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77628-د_افغانستان_چارواکی_له_طالبانو_سره_خبرې_کوی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دسولې لوړې شورا د ماسکو د سولې په راتلونکی غونډې کښې له طالبانو ډلې سره د نیغ په نیغه خبرو اترو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2018 12:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان او د روسیې چارواکي موافقې ته رسیدلي دي چې د ماسکو دسولې غونډه ددواړو هیوادونو په ګډه مشرۍ وشي .
    د افغانستان او د روسیې چارواکي موافقې ته رسیدلي دي چې د ماسکو دسولې غونډه ددواړو هیوادونو په ګډه مشرۍ وشي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دسولې لوړې شورا د ماسکو د سولې په راتلونکی غونډې کښې له طالبانو ډلې سره د نیغ په نیغه خبرو اترو خبر ورکړ .

دسولې لوړې شورا نن وویل د افغانستان په اړه د ماسکو د سولې غونډه به د طالبانو او د کابل د حکومتی چارواکو په ګډون سره وشی او د افغانستان حکومت به په دغه غونډې کښې له طالبانو ډلې سره نیغ په نیغه خبرې وکړی .

په ماسکو کښې دافغانستان دسولې غونډه چې د کابل د حکومت په غوښتنه ځنډول شوی  ده اوس د روان میلادی کال د نوامبر د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه کیږی .

د افغانستان او د روسیې چارواکی موافقې ته رسیدلی دی چې د ماسکو دسولې غونډه ددواړو هیوادونو په ګډه مشرۍ وشی .

په همدې ارتباط د افغانستان د سولې دشورا اجرایی غړی قاضی محمد امین وقاد نن وویل د پاکستان دحکومت لخوا د طالبانو ډلې د یوه(۱) بنسټګر ملا عبدالغنی برادر خوشی کیدل د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې دخبرو اترو دپیلیدا زمینه برابرولی شی .

داپه داسې حال کښې دی چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواده د امریکا د نیواکګرانو له وتلو سره مشروطه کړی دی .