افغانستان تراوسه د ماسکو په غونډه کی د ګډون فیصله نده کړی
د دغه راپور په اساس د کابل او ماسکو ترمینځ اصلی ستونزمنه موضوع د طالبانو ډلې رول او دریځونه او په دغه غونډه کی د پاکستان شتون دې .
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی صبغت ا... احمدی وویل د ماسکو د غونډې لپاره خبرې اترې شوی دی خو د کابل دریځ هماغه پخوانې دریځ دې او یوازې هغه خبرې اترې د منلو دی چی د افغان دولت په مشرۍ او هدایت ترسره شی .
ده زیاته کړه چی د کابل دولت هماغه راز له روسی لوری سره د نوموړی غونډې د وخت او څرنګوالی په اړه په سلا و مشورې بوخت دې .
د دغه راپور په اساس د کابل او ماسکو ترمینځ اصلی ستونزمنه موضوع د طالبانو ډلې رول او دریځونه او په دغه غونډه کی د پاکستان شتون دې .
په عین حال کی د افغانستان د پارلیمان غړی محمد ایزدیار ویلی دی چی د افغانستان د کړکیچ په اواری کې د سیمې د هیوادونو رول ډیر مهم دې ځکه چی په افغانستان کی د امریکا اوږدمهاله شتون په سیمه کی د جدی اندیښنو سبب شوی دی .