له ۲۴ کالو وروسته له حکمتيار سره د جنرل دوستم کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78054-له_۲۴_کالو_وروسته_له_حکمتيار_سره_د_جنرل_دوستم_کتنه
د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستيال او د حزب جنبش ملي اسلامي مشر جنرل دوستم د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره کتنه او د دغه هېواد د امنيتي حالاتو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 11, 2018 12:15 Asia/Kabul
  • له ۲۴ کالو وروسته له حکمتيار سره د جنرل دوستم کتنه

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستيال او د حزب جنبش ملي اسلامي مشر جنرل دوستم د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره کتنه او د دغه هېواد د امنيتي حالاتو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د امنيتي حالاتو سختوالے، د صلحې د خبرو اترو چلند، د پارلېماني انتخاباتو جوړېدل، د ولسمشرۍ د راتلونکوانتخاباتو په اړه چمتووالے د ګلبدين حکمتيار او جنرل عبدالرشيد دوستم د بحث ځينې مهم موضوعات وو.

د افغانستان د ولسمشر له وړومبي مرستيال سره د حزب اسلامي د مشر کتنه په کابل کښې په داسې حال کښې وشوه چې دواړو خواو وخت په وخت په يو بل نيوکې کولې.

ويل کيږي حکمتيار د راروان ۲۰۱۹ کال د اپرېل په وړومبيو وختونو کښې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې له اشرف غني څخه د عبدالرشيد دوستم د ملاتړ د حاصلولو په لټه کښې دے.