له طالبانو سره دخبرو اترو شورا جوړه شوی ده
Dec 12, 2018 01:57 Asia/Kabul
-
له طالبانو سره مرکچي ډله به د افغانستان دولسمشر ددفتر په مشرۍ فعالیت وکړي .
زمونږخبریال وایی دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو لپاره ځانګړی شورا جوړه کړه .
دافغانستان دملی امنیت شورا وویل دغه شورا له طالبانو سره له دوو(۲) مرکچی ډلو او له لوړې مشورتی ډلې جوړه شوی ده او هدف یې د مشورې له لارې د پایداره صلحې او د امنیت دتامینولو لپاره د ملی تفاهم رامینځته کول او دټولنې له بیلابیلو پرګنو او له سیاسی، ټولنیزو او جهادی مشرانو او شخصیتونو سره بحث کول دی .
له طالبانو سره مرکچی ډله به د افغانستان دولسمشر ددفتر په مشرۍ فعالیت وکړی خو لوړه مشورتی ډله د حکومت له لوړرتبه چارواکو او ددغه هیواد له سیاسی شخصیتونو جوړه شوی ده .
ټیګونه