اورلګیدنې په ختیز ولایت ننګرهار کښې درانۀ مالی زیانونه رامنځته کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79587-اورلګیدنې_په_ختیز_ولایت_ننګرهار_کښې_درانۀ_مالی_زیانونه_رامنځته_کړل
د افغانستان د ننګرهار ولايت په جلال آباد کښې د اور لګېدنې له امله درانۀ مالي زيانونه رامنځته شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 09:50 Asia/Kabul
  • اورلګیدنې په ختیز ولایت ننګرهار کښې درانۀ مالی زیانونه رامنځته کړل

د افغانستان د ننګرهار ولايت په جلال آباد کښې د اور لګېدنې له امله درانۀ مالي زيانونه رامنځته شول.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې  له غرمی مخکې خواوشاه لس بجې د جلال اباد ښار ختیز د ګمرک ودانۍ مخې ته  دتیلو په یو ټانکرکښې اور ولیګد چې د عیني شاهدانو د وینا له مخې اور په چټکې سره خواوشا سیموته خپور شو شاهدان وائي چې په دغه اور لګیدنه کښې د تیلو پر ټانکر سربیره د کانتینر لرونکي لارۍ.دوه رکشاوې او یو بل دسپرلیو وړونکی موټر چې د پیښې په ځاے کښې موجود وو په بشپړ ډول وسوزېدل.

 د ننګرهار دوالی ویاند عطا الله خوګیاڼي وويل د اور په کابو کولو کې د ګمرک پولیسو او د اور وژنی ادارې کارکوونکو مرسته کړې او اور د نورې خوریدنې وړاندې کابو نوموړي وویل تر اوسه د اورلګیدنې لامل او د اوښتی زیان کچه نده معلومه خو پروینا یې چې د پلټنې په موخه یی سیمی ته پلاوی استولی دی. تیره ورځ هم د جلال اباد ښار په منځ کې په سوداګریز مارکیټ کې د بریښنا د شارټۍ له امله اور لګیدلی و چې  ملیونونه افغانۍ زیان یی رامنځته  او اور لګیدنې خواوشاه دولس ساعته دوام وکړ.