افغان ښځینه پولیس په ترکیه کښې روزل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79605-افغان_ښځینه_پولیس_په_ترکیه_کښې_روزل_کیږي
سرچینو په ترکیې کښې د افغانستان د ښځینه پولیس ځواکونو د روزنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2019 11:02 Asia/Kabul
  • افغان ښځینه پولیس په ترکیه کښې روزل کیږي

سرچینو په ترکیې کښې د افغانستان د ښځینه پولیس ځواکونو د روزنې خبر ورکړی دی.

د افغانستان شفقنا خبري آژانس د دغه هیواد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د افغان زنانه پولیسو ټریننګ د ترکیې په سیواس ولایت کښې د دغه هیواد د ځانګړو پولیس ځواکونو لخوا روان دی.

خبر زیاتوي چې دا روزنیز پړاؤ شپږ میاشتنی دی او پکښې روزل کیدونکې افغان پولیسې د افغانستان د خدمت لپاره چمتو کیږي.

د ویلو ده چې د افغانستان او ترکیې حکومتي چارواکو په ۲۰۰۱ کال کښې د پولیس ځواکونو د روزنې په لړ کښې په خپلو کښې یوه موافقه کړې وه.