له لوړ رتبه افغان حکومتي چارواکو سره د زلمي خليل زاد کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79714-له_لوړ_رتبه_افغان_حکومتي_چارواکو_سره_د_زلمي_خليل_زاد_کتنه
افغان لوړرتبه حکومتي چارواکو او د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي د افغانستان د حالاتو او د صلحې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2019 09:26 Asia/Kabul
  • له لوړ رتبه افغان حکومتي چارواکو سره د زلمي خليل زاد  کتنه

افغان لوړرتبه حکومتي چارواکو او د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي د افغانستان د حالاتو او د صلحې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې زلمی خليل زاد بېګا د افغانستان د کابل په ارګ ماڼۍ کښې د ملي وحدت د حکومت له مشرانو،يو شمېر ملي شخصيتونو او د سياسي ګوندونو له مشرانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ ماڼۍ د رپوټ له مخې خليلزاد په دغه کتنه کښې د سيمه ايزې اجماع د رامنځته کولو  او له طالب ډلې سره د صلحې د پروسې د شروع کولو لپاره د سيمې هېوادونو، هند، پاکستان، چين او اماراتو ته د خپل سفر د پروګرامونو او جزئياتو په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو ته رپوټ وړاندې کړ.

محمد اشرف غني تاکيد وکړ، په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره بشپړه اجماع موجوده ده.

په دغه کتنه کښې د افغان ولسمشر وړومبے مرستيال جنرل عبدالرشيد دوستم، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدالله عبدالله،  له طالب ډلې سره د مذاکراتي ټيم غړيو،يو شمېر ملي شخصيتونو او د سياسي ګوندونو مشرانو شتون لرۀ. په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټينګښت په ادعا سره د سيمې هېوادونو ته د زلمي خليل زاد د تېر هفتې څو سفرونه له ماتې سره مامخ شول او تر اوسه يې هيڅ کاميابي نه ده لرلې،ځکه چې طالبان له افغان حکومت او امريکې سره د خبرو اترو يوازېنۍ لار له افغانستان څخه د نيواکګرانو وتل بولي.