د افغانستان خلقو د نېټو په حملو احتجاج وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80606-د_افغانستان_خلقو_د_نېټو_په_حملو_احتجاج_وکړ
د افغانستان د غزني ولايت خلقو د دغه ولايت په مختلفو سيمو د نېټو د هوائي حملو په دوام په اعتراض کښې احتجاجي غونډه وکړه.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Feb 27, 2019 06:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلقو د نېټو په حملو احتجاج وکړ

د افغانستان د غزني ولايت خلقو د دغه ولايت په مختلفو سيمو د نېټو د هوائي حملو په دوام په اعتراض کښې احتجاجي غونډه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ په سلګونو خلقو پرون د دغې ولسوالۍ د ولسوال د ودانۍ مخې ته په راغونډېدو سره د افغانستان د ولسي پاڅون د يو شمېر ځواکونود وژلو د عاملان د پېژندلواو محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

په جاغوري ولسوالۍ د نېټو د وړمې شپې په هوائي حمله کښې د افغانستان ولسي پاڅون نه ځواکونه ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

د غزني ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي ويلي دي چې په هغه ځاے کښې چې د نېټو جنګي الوتکو لخوا پرې بمباري وشوه د افغان حکومت هيڅ مخالف وسله وال موجود نه ؤ.