جرمن ځواکونه په افغانستان کښې پاتې کیږي
د افغانستان او پاکستان په چارو کښې د جرمني ځانګړي استازي په افغانستان کښې د خپل هیواد د پوځي شتون د دوام خبر ورکړ.
ایرنا لیکلي چې مارکس پوتزل پرون په کابل کښې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره په کتنه کښې وویل: برلین په افغانستان کښې د صلحې او امنیت تر تامینیدو پورې دلته خپل پوځي شتون جاري ساتي.
د ځینو خبري سرچینو د رپورټونو له مخې، نن سبا په افغانستان کښې له نهو سوو زیات جرمن پوځیان دیره دي.
په افغانستان کښې د امنیت تامینیدو په هکله د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو له تیري وروسته نه یوازې په دغه هیواد کښې امنیت نه دی ټینګ شوی بلکې ناامني ورځ په ورځ لا په زیاتیدو ده.