د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې دوو چاودنو مرګ ژوبله رامنځته کړه
د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال آباد کښې په دوه چاودنو کښې دوه ویشت تنه عامه وګړی مړۀ او ژوبل شول.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې چاودنې نه له غرمی وړاندې خواوشاه لس بجی د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د استیناف څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه د پولیسو د پلټنې یو مرکز کښې په داسی حال کې یو په بل پسی وشوې چې پولیسو په دغه لار تلونکي د عامه وګړو موټرې پلټلې.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وويل په چاودنه کښې د یوې میرمنی په شمول درې تنه عامه وګړي وژل شوي او همدارنګه د يوشمېر میرمنو او ماشومانو په شمول نولس تنه عامه وګړی ژوبل شوي دي. نوموړي وویل د پیښي زخميان د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزی روغتون ته وړل شوي چې د دۀ پر وینا ډاکترانو د دری تنو ژوبلو روغتیایی حالت اندیښمن ښودلی دے. د ننګرهار د والي وياند په دغو چاودنو کې د امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو ځینې عینی شاهد انو ویلي چې د چاودنې له امله دوه ټرافیک پولیس هم ژوبل شویدي. تر اوسه د حکومت کومې مخالفی ډلې د دغو چاودنوذمه واري په غاړه نه ده اخیستې .تر دې غبرګو چاودنو خواوشاه دری ساعته وړاندی هم د جلال ابادښار په دویمه ناحیه کې دسرک غاړې ماین د چاودنې له امله دوه پوله ساتي پولیس ژوبل شوي وو.