دقطرپه غونډې کې په ګډون دافغانستان د حکومت او ګوندونو پخلاکیدا(ریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81550-دقطرپه_غونډې_کې_په_ګډون_دافغانستان_د_حکومت_او_ګوندونو_پخلاکیدا(ریډیوئي_تحلیل)
دافغانستان حکومت او سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو سره موافقه کړې ده ، په قطر کې په بین الافغانی نومې غونډې کې کابو یو سل پنځوس سیاسی شخصیتونه او استازی ګډون وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 16, 2019 10:48 Asia/Kabul
  • دقطرپه غونډې کې په ګډون دافغانستان د حکومت او ګوندونو پخلاکیدا(ریډیوئي تحلیل)

دافغانستان حکومت او سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو سره موافقه کړې ده ، په قطر کې په بین الافغانی نومې غونډې کې کابو یو سل پنځوس سیاسی شخصیتونه او استازی ګډون وکړی .

  دافغانستان دسولېدعالی شورا مرستیال حاجی دین محمد په کابل کې وئیلی دی،دغه یوسل پنځوس کسیز پلاوی به چې څلویښت میرمنې هم پکې شتون لری،دقطر په غونډې کې ګډون وکړی .

تر دې دمه دګډون کونکو بشپړ لیسټ نه دی خپور شوی،خوټاکل شوې ده،په راتلونکو څو ورځو کې په قطر کې د افغان سیاسی ګوندونو او طالبانو  ډلې ترمینځ  غونډه جوړه شی.ددغو خبرواترو لومړنی پړاؤ د روسیې په ماسکو کې ترسره شوی دی .

 طالبانو ډلې اعلان کړی دی،هیڅوک به په دغې غونډې کې دحکومت د استازی په توګه ګډون ونه کړی .

دې ته په پام سره چې طالبانو ډلې په کرتو له افغان حکومت سره تر هغه وخته خبرې اترې نه کوی چې په افغانستان کې بهرنی نیواکګر پوځونه موجود وی، کابو یو کال راهسې دافغانستان سیاسی ډلو ټپلو دسولې په بهیر کې دکابل دحکومت د جانشین په توګه او له طالبانو سره   له هغو سره  په اړونده خبرواترو کې د ځای ناستی  رول په ایجنډا کې راوستی دی .

 دافغانستان دسیاسی ګوندونو له نظره په داسې شرائطو کې چې طالبانو ډله دامریکائی اوناټو تیریګر پوځ د شتون د دوام په دلیل ددغه هیواد له حکومت سره خبرې اترې نه کوی،باید دسولې د ټینګیدا لپاره په افغانستان کې دملی هلې ځلې  ونه دریږی .

داګمان مطرح دی ، چې  له طالبانوسره  دسولې دخبرواترو لپاره د ګوندونو په وسیله دافغانستان حکومت  د ځّای ناستی  رول لوبول  ددې په ترڅ کې چې  د سولې د بهیر دټینګیدا لامل کیږی ،  دا زمینه برابروی چې  د بین الافغانی  خبرواترو په چوکاټ کې  د واړو او سترو تمو  اړخونه  او  دملی پخلاینې  له پرورګرام سره دیوځای کیدا او دجنګ  له ختمیدا دطالبانو غوښتنې  واوریدل شی .

 د افغانستان د سولې دعالی شورا یوې غړې میرمن حبیبه سرابی  وائی ، سوله  په افغانستان کې  یوه ملی موضوع ده  چې دحکومت د مدیریّت ترڅنګ باید دمیرمنو پشمول درستې ډلې ټپلې پکې رول ولوبوی.همداراز په دغه هیواد کې دسولې دټینګیدا اود تاؤتریخوالی دختمیدا د څرنګوالی  په باب له طالبانو ډلې سره  دا فغانستان  دګوندونو خبرې اتبرېلامل کیږی ،څو دخبرواترو اوارتباط دروازه هماغه راز پرانیستی  پاتې شی .

 دا اندیښنه شته چې دبین الافغانی خبرواترو دباب بندیدا د یوې داسې زمینې  د برابریدا لامل کیږی،چې په  هغې کې  په افغانستان کې د سولې او ثبات  د رامینځةکیداپه باب د خپلې خوښې وړ ماډل  د تپلو لپاره د امریکا له خوا لازیاتې لاسوهنې وشی،چې دا موضوع،لا زیاته  ددغه جنګ ځپلی هیواد د ملی ګټو  دګواښل کیدا لامل کیږی .

 په دغه شان شرائطو کې ده چې د طالبانو ډلې له خوا د افغانستان له حکومت سره دخبرواترو له ردیداسره سره،البته  افغان ولسمشراشرف غنی منلې چې له طالبانو ډ لې سره دافغان ګوندونو له لارې خبرې اترې کولی شی.په همدې اساس ده چې د افغانستان ګوندونو هم،سترو ملی ګټو او د افغانستان د چارو په اداره کولوکې ددغه هیواد دحکومت دمقام دساتلو ضرورت ته په پام سره له طالبانوډلې سره دسیاسی ډلو ټپلود استازو د راتلونکی غونډې لپاره د کابل حکومت په مشورې سره یو ګډ لیسټ برابر کړی دی .