د افغانستان د صلحې درې اړخيزه غونډه په ماسکو کښې جوړيږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81706-د_افغانستان_د_صلحې_درې_اړخيزه_غونډه_په_ماسکو_کښې_جوړيږي
ټاکل شوې چې راتلونکې زيارت ورځ د مې په ۲مه د افغان صلجې په اړه د روسیې، امریکا او چین ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په مسکو کې وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2019 01:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان د صلحې درې اړخيزه غونډه په ماسکو کښې جوړيږي

ټاکل شوې چې راتلونکې زيارت ورځ د مې په ۲مه د افغان صلجې په اړه د روسیې، امریکا او چین ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په مسکو کې وشي.

دغه خبر په کابل کښې د روسیې سفارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ورکړ ، چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

په دغې خبر پاڼه کښې ویل شوي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او همدارنګه د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې

اترې وشې.

په دغه غونډه کښې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړے استازے، ضمیرکابلوف، د امریکې ځانګړے استازے زلمی خلیلزاد او د چین ځانګړے استازے ډنګ زیجن ګډون کوي.

په روسيې کښې د افغانستان د صلحې په اړه دغه غونډه په داسې حال کښې جوړیږي چې له دې مخکښې په دوحه کښې د طالب ډلې او امريکې د استازيو د خبرو اترو څو پړاونه له ماتې سره مخامخ شوي دي.