تهران د کابل په وړاندې تل مسئولانه عمل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82056-تهران_د_کابل_په_وړاندې_تل_مسئولانه_عمل_کړی_دی
د افغانستان د خارجه وزارت ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د کابل په وړاندې تل ذمه وارانه عمل کړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 10, 2019 07:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدي
    د افغانستان د خارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدي

د افغانستان د خارجه وزارت ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د کابل په وړاندې تل ذمه وارانه عمل کړی دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې صبغت احمدي په یولړ څرګندونو کښې وویل: د افغانستان حکومت ډاډه دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د تل په شان، د افغانستان د یو ډیر ښه او د ملا تړلو وړ ملګري په توګه له افغان کډوالو سره په مسئولانه توګه چلند وکړي.

په هم دې لړ کښې په ملګرو ملتو کښې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل هم وویل: د افغانستان او ایران اړیکې، د نړۍ  له نورو هیوادونو سره زمونږ له اړیکو ډیرې ژورې دي.

د ویلو ده چې د افغان کډوالو په هکله د ایران د خارجه وزیر د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي له وینا وروسته په کابل کښې په لویدیځو هیوادونو پورې اړوندو رسنیو هڅه وکړه چې د ایران خلاف په پروپاګنداؤ سره د افغانستان عامه افکار د ایران خلاف ولسموي خو افغان چارواکي په خپلې هوښیارۍ سره په دغه دام کښې ګیر نه شول.