تاجکستان اتیا تنه افغانستاني بندیان کابل ته ورستنوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82231-تاجکستان_اتیا_تنه_افغانستاني_بندیان_کابل_ته_ورستنوي
د تاجکستان ولسمشر د هغو اتیاؤ تنو افغانستاني ښاریزو چې په دغه هیواد کښې نیول شوي دي، د آزادولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2019 03:19 Asia/Kabul
  • تاجکستان اتیا تنه افغانستاني بندیان کابل ته ورستنوي

د تاجکستان ولسمشر د هغو اتیاؤ تنو افغانستاني ښاریزو چې په دغه هیواد کښې نیول شوي دي، د آزادولو خبر ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان په دوشنبه ښار کښې د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني په کتنه کښې هغه ته ډاډ ورکړ چې په تاجکستان کښې بندي اتیا تنه د افغانستان ښاریز به ډیر زر خوشې او خپل هیواد ته به ولیږل شي.

د تاجکستان ولسمشر او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په دغه کتنه کښې، د امنتیي او اقتصادي اړیکو او د پراختیايي طرحو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.

د ویلو ده چې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په یوې نړیوالې غونډې کښې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته تللی دی.