کرزي په افغان پوليسو د امريکې حمله وغندله
د افغانستان مخکښيني ولسمشر د دغه هېواد په هلمند ولايت کښې په افغان پوليسو د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو هوائي حمله وغندله.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر پرون په يوې بيانيې کښې وويل، په افغانستان کښې د بهرنيوفوځيانو هوائي حملې د افغانانو له قتل عام نه بغېر څ ه نتيجه نه لري چې وروستۍ پېښه يې په هلمند کښې په افغان پوليسو بمباري وه.
هغه تاکيد وکړ، د جنګ اصلي قربانيان افغان دي نو ځکه ټول سياسي ګوندونه اوډلې پکار دي د افغانانو ترمېنځ د خبرو اتروله لارې د صلحې اوثبات د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي.
وړمه ورځ په هلمند ولايت کښې د امريکې ترهه فوځيانو په هوائي حمله کښې لږ تر لږه اولس افغان پوليس ووژل شول او څوارلس نور هم ژوبل شول.
دا هوائي حملې په داسې حال کښې وشوې چې افغان حکومتي ځواکونه له طالبانوسره په جګړه لګيا وو.