په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره سیاسي لاره وړومبیتوب لري
د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي د سیاسي لارو چارو کارول، په افغانستان کښې د جنګ او تاوتریخوالو د ختمولو لپاره د واشنګټن وړومبیتوب وباله.
اناتولي خبري آژانس خبر ورکړی چې ځلمي خلیلزاد په ټولنیزو شبکو کښې د یو مطلب په خپرولو سره، دې ټکي ته په اشارې سره چې د خبرواترو له لارې صلحې ته رسیدل، په افغانستان کښې د واشنګټن وړومبیتوب دی، ټینګار وکړ: د صلحې بهیر به په راتلونکو میاشتو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کدیو باندې منفي اغیزه ونه کړي.
خلیل زاد دې ته په اشارې سره چې د افغانستان خلک له بل هر څه زیات د صلحې غوښتونکي دي، ادعا وکړه چې امریکا آرامښت ته د هغوي د رسیدو ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د امریکې د ځانګړي استازې له دې څرګندونو سره سره، دغه هیواد تراوسه د افغانستان د صلحې په لړ کښې هیڅ داسې کار نه دی کړی چې د دغه هیواد د خلکو د تایید وړ وي.
په واشنګټن کښې د افغانستان سفیرې رویا رحماني هم تیره جمعه د صلحې په بهیر کښې د کابل د حکومت څنډې ته په ساتلو او له طالبانو سره د امریې د یواړخیزه موافقې په احتمال باندې نیوکه کړې وه.