په کابل کښې دحقانی ډلې درې غړی ونیول شول
May 20, 2019 14:13 Asia/Kabul
-
حقاني ډلې دغه راز دپاکستان په وزیرستان او کرمې ایجنسۍ سیمو کښې هم ډیر ترهګر فعالیتونه کړي
شین هوا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دفتر په یوې(۱)بیانیې کښې وویل د ملی امنیت ځواکونو په کابل کښې یولړ عملیات وکړل چې په نتیجه کښې یې د حقانی ترهګرې ډلې درې (۳) غړی ونیول شول .
حقانی ترهګره ډله اکثره د افغانستان په ختیځ او پلازمینې کابل کښې فعالیتونه کوی او د امنیتی ځواکونو پرضد د ډیرو بریدونو مسولیت پرغاړه لری .
حقانی ډلې دغه راز دپاکستان په وزیرستان او کرمې ایجنسۍ سیمو کښې هم ډیر ترهګر فعالیتونه کړی دی او زیات بې ګناه خلک یې وژلی هم دی .
ټیګونه