افغانستان له ایرانه د تیلو واردات جاري ساتي
د افغانستان د تیلو او ګیس د تنظیم ادارې ویلي چې له ایران څخه د تیلو او تیلي محصولاتو وارداتو ته دوام ورکوي.
د ایرنا د رپورټ له مخې، د افغانستان د تیلو او ګیس د تنظیم ادارې پرون افغانستان ته د ایران د تیلو د صادراتو د بندیدو د خبر د دروغ بللو په ترڅ کښې وویل: له ایرانه د تیلو د وارداتي تانکرونو راتګ هم هغه شان دوام لري.
د ویلو ده چې مخکښې د سیمې ډیرو رسنیو خبر ورکړی و چې افغانستان ته د ایران د تیلو صادارت د افغانستان د تیلو او ګیس د ادارې د چارواکو په پریکړې سره په دې وروستیو اونیو کښې صفر ته رسیدلي دي.
امریکې د روانې مۍ میاشتې له وړومبیو څخه د ایران د تیلو د اخیستونکو له بایکاټونو معافیتونه لغو کړل خو بیا هم زیاتره هیوادونه له ایرانه د تیلو اخیستنې ته دوام ورکوي.
په دې لړ کښې د چین د خارجه وزارت ویاند پرون د دغه هیواد له خوا د ایران د تیلو د پيرلو د دوام په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: بیجنګ به له ایران سره خپلې قانوني ملګرتیاوې جاري وساتي.