په ماسکو کښې د افغانستان د سياسي ګوندونواو طالب ډلې دويمه غونډه
د روسيې په پائتخت ماسکو کښې د افغان بحران د هواري لپاره د روسيې د خارجه وزير په شتون سره د افغانستان د سياسي ګوندونو او طالب ډلې د استازيو دويمه غونډه جوړه شوه.
د افغان رسنيو د رپوټ له مخې دغه غونډه چې پرون د افغانستان به چارو کښې د روسيې خاص استازي ضمير کابلوف په شتون سره شروع شوه او نن هم دوام لري.
دغه غونډه د روسيې د خارجه وزير سرګئ لاوروف ، د مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزي، په قطر کښې د طالب ډلې د دفتر د مشر او سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د حزب جمعيت اسلامي مشر استاد عطاء محمد نور، د صلح و اعتدال انتخاباتي ټيم د مشر حنيف اتمر، د افغانستان د اجرائي مرستيال مشر استاد حاجي محمد محقق او د غه هېواد د صلحې د عالي شورا د مشر کريم خليلي په وېناو سره شروع شوه.
حامد کرزي په دغه غونډه کښې د افغانانو ترمېنځ خبرې اترې په افغانستان کښې د جنګ د خاتمې لپاره يو فرصت وبلۀ او دغه هېواد کښې د جنګ جګړو او تاتريخوالي په فوري ختمېدو يې تاکيد وکړ.
عطاء محمد نور هم په دغه غونډه کښې په افغانستان کښې له ښکېلو لورو وغوښتل چې په دغه هېواد کښې د صلحې د ټينګښت زمينه دې برابره کړي.
په قطر کښې د طالب ډلې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم په خپله لنډه وېنا کښې وويل، دغه ډله په افغانستان په صلح باندې ژمنه ده خو تاکيد يې وکړ چې پکار دي د صلحې د لارې خنډونه لرې کړې شي.
هغه همدارنګ د افغانستان د نيواک او قبضې د ختمولو په ضرورت هم ټينګار وکړ.
د طالب ډلې او افغان سياستوالانو وړومبنۍ غونډه تېر کال په ماسکو کښې شوې وه.