کابل کښې بیګا ماښام څلورمه چاودنه هم وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82582-کابل_کښې_بیګا_ماښام_څلورمه_چاودنه_هم_وشوه
تیر ماښام یوې بلې چاودنې د افغانستان د پلازمینې کابل ښار یوه بله برخه ولړزوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2019 03:07 Asia/Kabul
  • کابل کښې بیګا ماښام څلورمه چاودنه هم وشوه

تیر ماښام یوې بلې چاودنې د افغانستان د پلازمینې کابل ښار یوه بله برخه ولړزوله.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل: دا چاودنه چې پرون مازیګر د کابل ښار په پلِ سوخته سیمه کښې رامینځته شوه، د انتخاباتو د خپلواک کمیشن یو ګاډی یې هدف ګرځولی دی.

نصرت رحیمي زیاته کړه چې د دې چاودنې له امله لږترلږه درې ملکي وګړي زخمي شول.

د ویلو ده چې پرون سهار هم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کښې ورته چاودنې وشوې چې له امله یې دوه تنه مړه او ۲۴ نور زخمي شول.

د کابل د پرونیو ترهګرو چاودنو پړه داعش ترهګرې ډلې منلې ده.